Language

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي تر څارنې تمریني کمپ پیل کړ

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د نوي ایټالیایي روزونکي (وینچنزو البرتو انزه) تر څارنې لاندې لومړی تمریني کمپ د سعودي عربستان په الاحسا ښار کې پیل کړ.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د هېواد ملي لوبډلې د سعودي عربستان په الاحسا ښار کې د مشر ایټالیایي روزونکي وینچنزو البرتو انزه تر څارنې لاندې لومړی تمریني کمپ پیل کړی دی.

د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د روانې جون میاشتې په لسمه د ۲۰۲۷ کال اسیا جام ته د لارموندنې لپاره د سوریې پر وړاندې لوبه ترسره کړي.

د یادونې ده، ایټالیایي وینچنزو البرتو انزه د غبرګولي په شپږمه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.