Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سیمه کې روان کړکېچ؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا دویمه بېړنۍ غونډه کوي

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا په سیمه کې د روان کړکېچ په اړه بله بېړنۍ غونډه کوي.

اسرائیلو د تېرې جمعې په سهار د ایران پر ځینو تاسیساتو او سیمو هوايي بریدونه وکړل، وروسته بیا ایران هم پر اسرائیلو د ځوابي بریدونو لړۍ پیل کړه؛ تر اوسه دواړه لوري پر یو بل بریدونه کوي؛ په بریدونو کې دواړو لورو ته مالي زیانونه او ځاني تلفات اوښتي خو کره شمېر یې معلومه نه ده.

وروسته له هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غبرګولي په ۲۴مه بېړنۍ غونډه وکړه چې د ناورین پراخېدو مخنیوي لپاره یې د ترینګلتیا پر کمېدو او ډيپلوماتیکو هڅو ډېرېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې،  د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د جمعې په ورځ سهار لس بجې په نیویارک کې د ایران، روسیې، چین، پاکستان او الجزایر په غوښتنه بله بېړنۍ غونډه کوي.

راپور کې راغلي چې په دې غونډه کې به د روان کړکېچ په تړاو بحث وشي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي داني دانون ویلي، دوی به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.