Language

غزني کې یو کس د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیول شوی

غزني‌ښار (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ): د غزني امنیتي مسوولین وایې چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یې یو کس د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیولی دی.

د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي، یاد کس څلور ورځې مخکې د اندړو ولسوالۍ په چلتن کې خپله ښځه وژلې وه.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې وه او خاوند یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې نیول شوی کس به د لومړنیو څېړنیو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.