Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سید روح‌الله موسوي د موی‌تای د اسیا اتلولۍ لوبو کې د سرو زرو مډال وګاټه

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان د موی‌تای ملي لوبغاړي سید روح‌الله موسوي د اسیا تلولۍ سیالیو کې خپل ټایلنډي سیال ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.

د موی‌تای نړۍوال فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه ویډیو خپره کړې چې موسوي خپل ټایلنډي سیال ته ماتې ورکوي.

سرچینې لیکلي: «د افغانستان لپاره تاریخ جوړ شو؛ سید روح‌الله موسوي د لومړي ځل لپاره د خپل هېواد لپاره د موی‌تای د اسیا اتلولۍ لوبو کې د سرو زرو مډال وګاټه.»

یاد فدراسیون ویلي چې د موسوي او سیال ترمنځ سیالۍ یې په ۶۰ کیلوګرامه وزن کې ترسره شوه.

د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د ویتنام په کوربه‌توب ترسره شوې چې د اسیا له ۴۰ هېوادونو څخه زرګونو لوبغاړو په‌کې ګډون کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.