کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۴): ډاکټران وايي، په هېواد کې د «اوتیسم» په اړه د ځینو کورنیو نه پوهاوی د دې لامل کېږي چې په ماشومانو کې دغه اختلال ناوخته تشخیص شي. هغوی ټینګار کوي، که په ماشومانو کې ځینې نښې لکه په خبرو کې اختلال، اړیکې نیولو کې ستونزه او د سترګو له لارې نه تماس ولیدل شي، باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.
اوتیسم څه شی دی؟
په کابل ښار کې «د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټيټیوټ» د اعصابو برخې متخصص ډاکټر سید شبیراحمد سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، اوتیسم د اعصابو د ودې اختلال دی چې د ماشوم د اړیکو نیولو، ټولنیز تعامل، چلند او زده کولو سیسټم اغېزمنوي، دغه اختلال مخکې له درې کلنۍ راپیدا او د عمر تر پایه له انسان سره پاتې کېږي.
هغه ټینګار کوي: «اوتیسم ناروغي نه ده؛ پر اوتیسم اخته ماشوم، ناروغ نه بلل کېږي، بلکې د هغه مغز نړۍ په یو بل ډول تجربه کوي.»
لاملونه یې: جنټیک، تغذیه او که تر اوسه نه دي معلوم؟
که څه هم پر اوتیسم د اخته کېدو لامل تر اوسه نه دی معلوم، خو ډاکټر سیدي وايي، جنټیکي عوامل د دغه اختلال له مهمو لاملونو شمېر کېږي؛ له مور او پلاره د جن لېږد، د ميندوارۍ پر مهال لکه د زېنک او ډي ویټامینونو کمښت او ان د مور له شیدو کمه تغذیه د دې ستونزې له احتمالي لاملونو ګڼل کېږي.
هغه ټینګار کوي چې دغه عوامل یوازې د یوې فرضیې تر بریده دي خو په علمي توګه تر اوسه بشپړ نه دي تایید شوي.
دغه راز، په کابل ښار کې د «امیري کمپلېکس» روغتون د عصبي ناروغیو متخصص ډاکټر محمدامان خان ابدالي وویل، اوتیسم چې یوه دماغي ګډوډي ده، تر اوسه نه ده معلومه شوې چې پر دې ستونزه د اخته کېدو عوامل جنټیکي او که نور دي.
هغه زیاته کړه، اوتیسم د درملنې او ښه کېدو وړ دی، خو زیات وخت ته اړتیا لري.
هغه نښې چې باید جدي پاملرنه ورته وشي
د ډاکټر سیدي په خبره، په ماشومانو کې د اوتیسم حالت نښې له یوه تر درېیو کلونو راڅرګندیږي، خو په ځینو مواردو کې یې نښې وروسته راڅرګندېږي؛ له همدې امله ډېرې کورنۍ خپل ماشومانو ډېر ناوخته ډاکټر ته بیايي.
هغه وویل چې په خبرو کې ګډوډي، له نورو سره په اړیکو ټینګولو کې ستونزې او د خبرو پر مهال مقابل لوري ته نه کتل د دغه اختلال له معمولي نښو شمېرل کېږي.
د هغه په خبره چې دغه ډول ماشومان نه شي کولای ورځني کارونه خپله ترسره کړي؛ د بېلګي په توګه، که ډوډۍ غواړي، نه وايي چې وږی دی، بلکې خپله مور له لاسه نیسي، ډوډۍ ته نږدې یې ور ولي او په اشاره ورته وايي چې دا غواړي.
دغه راز هغه زیاته کړه: «دغه ماشومان معمولاً له لوبو سره ځانګړې مینه نه لري؛ مثلاً که په کور کې د لوبو لس موټر یا نانځکې وي، دوی یوازې له یو شي سره لوبې کوي او له نورو سره لېوالتیا نه ښيي.»
د اوتیسم اختلالات
ډاکټر سیدي وايي، په ماشومانو کې اوتیسم پر درې ډوله راڅرګندېږي: شدید حالت چې ماشوم د اړیکې ټینګولو، خوب، جامو اغوستلو او حاجت رفع کولو کې بشپړې مرستې ته اړتیا لري، منځني حالت، ماشوم تر یوه بریده مستقل وي او خفیف حالت چې ماشوم خپل ورځني فعالیتونه په یوازې ځان ترسره کولای شي.
هغه ټینګار کوي چې یاد ماشومان ناروغان نه دي، بلکې یوازې له نورو سره توپير لري او ښايي د ریاضي او نقاشۍ په څېر برخو کې لوړې وړتیاوې ولري.
د اوتیسم درمنله
ډاکټر سیدي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اوتیسم د درملنې وړ دی که نه؟ وویل چې د اوتیسم مستقیمه درملنه نشته خو د وینا درملنه او د چلند درمنله کولای شي چې پر اختلال د اخته ماشومانو د وضعیت ښه کېدو برخه کې مرسته وکړي؛ په دې برخه کې د مور او پلار پوهاوی او د کورنۍ او ټولنې سم چلند اړین رول لري.
هغه زیاته کړه: «دا ډول ماشومان له نورو ماشومانو سره توپیر لري، هغوی چې په بد وضعیت کې دي، هڅه کوو چې وضعیت یې ښه کړو.»
ډاکټر سیدي وویل: «موږ پر اوتیسم اخته داسې ماشومان درلودل چې او اوس ډاکټران، انځورګر یا سوداګر دي، دا د دې څرګندونه کوي چې دوی ښه کېږي او کولای شي ځان ته کورنۍ رامنځته کړي خو اړتیا لري چې شاوخوا خلک ورسره همکار وي.»
د ډاکټرانو سپارښتنه
ډاکټر سیدي سپارښتنه کوي چې که یو ماشوم تر درې کلنۍ خبرې ونه شي کولای، د سترګو له لارې اړیکه ټینګه نه شي کړای او له نورو سره د لوبو کولو لېوالتیا ونه لري، باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.
هغه زیاته کړه، افغان ماشومان له هېواده بهر له ټولنې د لرېوالي له امله ډېری پر دغه اختلال اخته کېږي خو له نورو ماشومانو سره ډېر تعامل (لکه افغانستان ته د راستنېدو پر مهال) د هغوی د ژر ښه کېدو برخه کې مرسته کوي.
هغه وايي، پّ افغانستان کې تر اوسه د اوتیسم په اړه کافي پوهاوی نشته او ډېری ماشومان ناوخته تشخیصېږي.
هغه وویل، په افغانستان کې تر اوسه په ماشومانو کې ډېری عصبي اختلالات نه دي تشخیص شوي او پر دغو اختلالاتو اخته یو شمېر ماشومان هم پر وخت ډاکټر ته نه دي وړل شوي څو مناسبه درملنه یې وشي.
د هغه په وینا، په یاد روغتون کې د ورځې له شاوخوا ۱۰۰ ناروغانو دوه ماشومان داسې وي چې د اوتیسم نښې لري.
دغهراز، ډاکټر محمدامان خان ابدالي سپارښتنه وکړه: «که ماشوم له زېږون وروسته تر شپږو میاشتو له خپل مور او پلار سره د سترګو مستقیم ارتباط ونه لري، نورماله ژړا او خندا ونه لري او په درې کلنۍ کې د نورو علایم ترڅنګ غوسه هم ولري، باید ډاکټر ته مراجعه وکړي.»
هغه زیاته کړه، له معایناتو وروسته کله چې تشخیص شوه چې ماشوم پر اوتیسم اخته دی، باید تر درملنې لاندې ونیول شي.
نوموړي له میندو او پلرونو وغوښتل څو پر اوتیسم له اخته ماشومانو سره مهربانه چلند ولري او له هغوی سره له حوصلې کار واخلي.
د یوه ماشوم مور
فهیمه ستانکزۍ چې له درېیو ماشومانو یو یې پر اوتیسم اخته دی وايي: «زه هغه مهال پوه شوم چې ماشوم مې پر اوتیسم اخته دی چې په جاپان هېواد کې مسافر وو.»
هغې زیاته کړه: «زوی مې هغه مهال دوه کلن و، حرکتونو ته مې پام شو چې له ځانه تاوېده، د ګوتو په سرونو ګرځېده یا مثلا کله چې مو غږ ورته کاوه، نه متوجه کېده، پوهېدم هغو مقالو ته په پام چې د ماشومانو اوتیسم په اړه مې لوستلې وې، ماشوم مې اوتیسم لري، خو له بده مرغه په جاپان کې موقتي وو؛ کله چې افغانستان ته راوګرځېدو، پر اوتیسم د اخته ماشومانو لپاره هيڅ مرکز مو پیدا نه کړ.»
خو د هغې په وینا، اوسمهال یې ماشوم د کابل ښار د وینا درملنې په یوه مرکز کې تر درملنې لاندې دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP