Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د «رحمت‌ولي مسرور» کرکټ لوبغالي پراخولو چارې پيل شوې

خوست‌ښار (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د خوست د رحمت‌ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د نندارچیانو د ناستې ځای پراخولو پروژه د ۳۴ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوه چې په بشپړېدو به یې دغه لوبغالی د ۱۵۰۰۰ نندارچیانو ځایولو وړتیا ولري.

د افغانستان د کرکټ بورډ د انجنیرۍ څانګې مشر ممتازعمرزي پژواک خبري اژانس ته د خوست په رحمت‌ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د نندارچيانو د ناستې ځای د پراختيا چارې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

هغه زیاته کړه چې د دې پروژې په پلې کېدو سره به په لوبغالي کې د نندارچيانو د ناستې د ځای ظرفيت له ۸۰۰۰ څخه ۱۵۰۰۰ ته لوړ شي.

د نوموړي په وينا، دغه پروژه به د راتلونکو نهو مياشتو په موده کې بشپړه شي او وروسته به د څوکيو، څراغونو او د نندارچيانو لپاره د سيوري برابرولو پروژې هم پيل شي.

دی وايي: «له دې مخکې هم د خوست رحمت‌ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې بنسټيز کارونه شوي چې په عصري ډول د مېلمستون او اکاډمۍ جوړول دي، بل د ميدان لېول‌کاري او شین کول دي چې په تېرو دوو کلونو کې موږ دا پروژې تکميل کړې.»

بلخوا، خوست کې د کرکټ یو شمېر مینه‌وال او لوبغاړي د کرکټ بورډ له مسوولينو غوښتنه لري چې په دغه ولايت کې دې د کرکټ د ودې لپاره لا ډېر کار وکړي.

د کرکټ يوه لوبغاړي عزت‌الله پژواک ته وويل: «زموږ له کرکټ بورډه غوښتنه دا ده چې دلته د کرکټ شوقيان بېخي ډېر دي خو پېچونه کم دي، نو غوښتنه مو دا ده چې دې برخې ته بايد پاملرنه وکړي.»

د سراج حقمل په نوم د دغه ولایت يو بل اوسېدونکي پژواک ته وويل چې خوست د کرکټ د لسګونه زره مینه‌والو ترڅنګ زرګونه لوبغاړي لري او په دې برخه کې دې دغه ولایت ته ډېر کار وشي.

هغه زیاته کړه: «مهمه بولم چې دلته لويې پروژې په کار واچول شي او له اړوندو مسوولينو مننه کوم چې داسې مفيدې پروژې پلې کوي.»

په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وایي، هڅه کوي څو په هېواد کې د کرکټ د ودې او لا ډېرو سهولتونو لپاره ګڼې پروژې او پلانونه تطبیق کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ وایي، په پام کې لري چې د څلورو زونونو ستر لوبغالي له نړۍوالو معیارونو سره سم جوړ او پر عصري اسانتیاوو سمبال کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.