کابل (پژواک، ۶ چنګاش ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند د امریکا د استازو جرګې د یوه غړي هغه ادعا چې ګواکي افغانستان «د تروریستي ډلو په یوه امن پټنځای» بدل شوی، رد کړې او ویلي دي، اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي.
تازه د سوېل او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د فرعي کمیټې رییس بیل هایزنګا ادعا کړې چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان یو ځل بیا «د تروریستي ډلو په یوه امن پټنځای» بدل شوی دی.
د هغه د ادعا له مخې، یادې ډلې د سیمې او نړۍ په کچه د بریدونو ترسره کولو لپاره د خپلو وړتیاوو او ځواکونو د ډېرولو په حال کې دي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن (جمعه) د یادې ادعا په غبرګون پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، افغانستان یو واحد او پیاوړی حکومت لري.
نوموړي زیاته کړې: «افغانستان یو پیاوړی او واحد حکومت لري چې د هېواد په ټوله جغرافیه واکمن دی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي.»
هغه د سوېل او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د فرعي کمیټې رییس ادعا رد کړې ده.
مجاهد څرګنده کړې: «موږ د امریکا د مجلس له ادرسه مطرح شوې ادعا چې ګواکې په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري یا چا ته ګواښ متوجه دی، په کلکه ردوو.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP