مجاهد: ا.ا هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي
د اسلامي امارت ویاند د امریکا د استازو جرګې د یوه غړي هغه ادعا چې ګواکي افغانستان «د تروریستي ډلو په یوه امن پټنځای» بدل شوی، رد کړې او ویلي دي، اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي.


