Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې

فېروزکوه (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۵۰۴): د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو د چارو له پیله خبر ورکوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح‌الله غوثي‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوبو رسولو دغه پروژې چې څه باندې ۱۶ میلیون او ۱۱۳ زره افغانۍ لګښت لري، د دغه ولایت په تیوره او دولت‌یار ولسوالیو کې جوړېږي.

هغه څرګنده کړه چې د دغو پروژو جوړولو لګښت د ډاکار موسسې له لوري ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه چې په یادو شبکو کې د ۹۰ متر مکعب اوبو په ظرفیت د درېیو ذخیرو جوړول، د ۵۲ لمریزو تختو نصبول او د ۱۶ زره او ۴۴۹ متره نل غځول شامل دي چې د پاکو اوبو د ۱۹۸ شیردهنونو له لارې به کلیو ته اوبه ولېږدول شي.

غوثي‌زاده دغه راز وویل چې د اوبو رسولو دغه شبکې د تیورې ولسوالۍ په «کجهي» او د دولت‌یار ولسوالۍ په «همای‌خان» کلیو کې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي، د روغتیا او ژوند ښه کېدو، د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو او «په ټولنه کې د ګډون» په موخه پلې کېږي.

د سرچینې په خبره، د اوبو رسولو د دغو شبکو جوړولو پر مهال لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې په یادو دوو ولسوالیو کې څه باندې ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

د غور ولایت د تیورې او دولت‌یار ولسوالیو خلک د اوبو رسولو د دغو پروژو پلې کېدو هرکلی کوي او د څښاک اوبو د برابرولو لپاره د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې د هڅو ستاینه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.