میدانښار (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د میدانوردګو ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۳۹ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یو شمېر پروژو چارې پيل شوې.
د میدانوردګو د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوي وحیدالله راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو پروژو کې د چک ولسوالۍ په خواجه انګور، ګلابخېلو، غونډۍ او کرکت کليو کې د اوبو رسولو څلور شبکې، په یو شمېر کلیو کې د ۶۵ څاګانو ترمیم او په ۷ ښوونځیو کې د اوبو برابرول شامل دي.
هغه زیاته کړه چې یادې پروژې د «اناردو» په نوم د یوې خیریه موسسې په مالي ملاتړ پلې کېږي.
دی وایي، د یادو پروژو کارونه به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړ شي چې له دې سره به ۲۶۵۰ کورنۍ او نږدې ۲۸ زره کسان پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د چک ولسوالۍ د ګلابخېلو سیمي یو قومي مشر حاجي مرتضی وردګ وایي، په سیمه کې پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی کم و چې اوس به د یادو پروژو په بشپړېدو سره ده ستونزه هواره شي.
هغه له حکومت او نړۍوالو موسسو وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې د استنادي دېوالونو او د اوبو بندونو جوړولو برخه کې هم مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP