پلعلم (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس له نړۍوالو مرستندویو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې له سېلابځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس مولوي شهابالدین دلاور دغه څرګندونې نن (سهشنبه) لوګر ته د خپل سفر پر مهال، د محمداغې او ازرې ولسوالیو پر شاوخوا ۲۰۰ سېلابځپلو کورنیو د بېړنیو مرستو د وېش پر مهال وکړې.
نوموړي وویل، په لوګر کې د وروستیو ورښتونو له امله ګڼ شمېر هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي او اړتیا ده چې د حکومت ترڅنګ نړۍوال بنسټونه هم د دغو سېلابځپلو لاسنیوی وکړي.
دلاور زیاته کړه، سرې میاشتې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د سېلابځپلو کورنیو سروې پيل کړې او ډېر ژر به پر یادو کورنیو هم مرستې ووېشل شي.
بلخوا، د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل، وروستیو سېلابونو په مرکز پلعلم، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي او اړتیا ده چې د حکومت ترڅنګ نړۍوال بنسټونه هم له هغوی سره مرستې وکړي.
مدني زیاته کړه، د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ریاستونو له خوا تېره ورځ له ۱۲۵ سېلابځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه راز د لوګر د سرې میاشتې ریاست مولوي محمدهاشم حذبالله وویل، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په محمداغې او ازرې ولسوالیو کې نن سه شنبه پر ۲۰۰ سېلابځپلو کورنیو ۴۲ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل شول.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، روانه اونۍ د لوګر په مرکز پلعلم، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې له سختو ورښتونو وروسته سېلابونه راغلل چې له امله یې درې ماشومان مړه او دوه نور کسان ټپیان شول، ۲۵۰ هستوګنیز کورونه ویجاړ او ونړېدل او شاوخوا ۱۵ زره جریب کرنیز فصلونه او بڼونه یې له منځه یووړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP