Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابلوف: افغانستان به د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه کې د یوه بشپړ غړي په توګه ګډون وکړي

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه به د روان میلادي کال په سپټمبر یا اکټوبر میاشت کې ترسره شي چې افغانستان به په‌کې د یوه بشپړغړي په توګه ګډون وکړي.

د مسکو فارمت غونډه په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پر مخ وړلو په موخه رامنځته شوه؛ په دغه فارمټ کې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.

د روسیې خبري آژانس «تاس» د راپور له‌مخې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه به د روان ۲۰۲۵ کال په سپټمبر او یا هم اکټوبر میاشت کې ترسره شي.

هغه زیاته کړې چې د یادې غونډې د جوړېدو دقیقه نېټه لا نه ده ټاکل شوې.

کابلوف ویلي: «موږ د خپلو سیمه‌ييزو هم‌فکره شریکانو او په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره یوه ځای د ممکنه محتوا او ګډو اقداماتو د لا همغږۍ په اړه بحث کړی دی.»

د روسیې ځانګړی استازي زیاتوي چې افغانستان به په دې غونډه کې د یوه بشپړ غړي په توګه ګډون وکړي.

د یادونې ده، تېر کال په اکتوبر میاشت کې د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي ناسته د افغانستان، روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او اوزبېکستان د استازو په ګډون په مسکو کې ترسره شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.