Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایکنډي کې یو ځوان د لامبو وهلو پر مهال اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

نیلي (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): دایکنډي کې سیمه‌ییر مسوولین وايي چې پرون د دغه ولایت په لزیر سیند کې څلور ځوانان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي چې له ډلې یې درې کسان د خلکو او امنیتي ځواکونو په هڅو ژغورل شوي او یوه بل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌علي جاوېد وايي چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ د بند برلان کلي څلور ځوانان پرون باغ زنانه ته څېرمه لزیر سیند ته د تفریح لپاره تللي وو چې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي دي.

هغه زیاته کړه چې درې کسان د ځايي خلکو او امنیتي ځواکونو په هڅو ژغورل شوي خو یوه ۱۹ کلن ځوان ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه له کورنیو او ځوانانو وغوښتل چې د ګرمۍ په فصل کې د اوبو ځایونو ته د تفریح پر مهال احتیاطي ټکو ته پاملرنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.