کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): په کابل ښار کې د خیاطۍ یوه کارګاه چې لسګونه ښځې کار پهکې کوي، د هېواد د بېلابېلو سیمو ځايي کلتورونو ته په پام افغاني جامې جوړوي او بیا د هغو د پلور له لارې عاید ترلاسه کوي.
د کابل ښار په پنجصد فامیلیو سیمه کې د خیاطۍ یوه وړه کارخونه چې دوه کاله مخکې د یوه کس له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د مېرمن جلالي له لوري مدیریت کېږي. د یادې کارخونې یوه څانګه د افغاني ګنډونو جوړولو او بله د دغو جامو پلور او نمایش ته ځانګړې شوې ده.
دنیا جلالي چې مخکې یې په یاده کارخونه کې د یوې کارګرې خیاطې په توګه کار کاوه، اوس دوه کاله کېږي چې د دغه شرکت مدیریت کوي.
هغه وايي، یاده کارخونه د مېرمنو د ملاتړ او د «افغاني ګنډ» دودیزو جامو دودولو په موخه جوړه شوې او اوسمهال پهکې ۴۰ کسان، په ځانګړې توګه مېرمنې په مستقیم او غیرمستقیم ډول په کار بوختې دي.
په یاد شرکت کې نه یوازې سیمهییزې او دودیزې جامې طراحی او ګڼدل کېږي، بلکې د نکرېزو شپې ځانګړي وسایل او ګاڼې هم جوړېږي.
هغې زیاته کړه: «زموږ د کار عمده برخه د افغاني جامو تولید دی؛ دا ټولې جامې زموږ د هېواد د زیارکښو مېرمنو د لاس کار دی چې خپل هنر په صبر او حوصلې په رختونو کې کاروي.»
نوموړې دغهراز هغو جامو ته اشاره وکړه چې طرحه او اغوستل یې د ظاهرشاه وختونو ته ورګرځي او د افغانستان د اصيل فرهنګ ښکارندویي کوي.
مېرمن جلالي وايي: «موږ هر جوړ جامې د پېرېدونکي له سلیقې سره سم جوړوو، د ناویانو د نکرېزو شپې لپاره زموږ تولید جامې ډېر خوښوونکي لري. ځینې جامې ۱۶ متره لمنې لري چې د سفارش له مخې یې ځیني وختونه لمنې تر دې لنډې هم ګنډل کېږي.
دنیا جلالي ټینګار کوي چې په دې جامو کې کارېدونکې طرحې د بېلابېلو ولایتونو له سیمهییز کلتور څخه سرچینه اخلي. دغهراز افغان پښتون شرکت په کابل کې څو فعالې نمایندهګۍ لري او تولیدات یې المان، کاناډا او امریکا ته هم صادریږي.
هغه وايي: «له دولته مو غوښتنه دا ده، له ښځو چې په هره برخه کې کار کوي او بوختې دي ملاتړ ترې وکړي.»
ورته مهال، د خیاطي برخې یوه کارکوونکې مقدس کریمي وايي، مخکې له دې یې په بېلابېلو ځایونو کې کار کړی او اوس شپږ میاشتې کېږي چې په دې کارګاه کې کار کوي.
د یادې کارخونې یوه خیاطه مقدس کریمي چې شپږ میاشتې کېږي په یاد شرکت کې کار کوي، وايي: «د افغاني کاليو ګنډل زما لپاره ساده دي، خو نظر په طرحې او ډیزاین ډېر وخت نیسي، د افغاني جامو ګنډل د ګنډلو یو له سختو ډولونو څخه دي.»
بلخوا، د پلور څانګې یوه کارکوونکې مېرمن بهیر وویل: «اوسمهال د افغاني جامو بازار ډېر تود دی، د افغاني جامو پلورل د اختر په ورځو او اوړي موسم کې ډېرېږي. هغه جامې چې د بنارس له رخته جوړېږي او یا په کوچي او افغاني ډیزاینونو تولیدیږي، تر ټولو ډېره تقاضا لري. پېرودونکي کولای شي له کتلاکونو خپل د خوښې ډیزاین خوښ کړي او یا خپل د خوښې ځانګړی ډیزاین سفارش ورکړي.»
هغه له دې چې یاده کارګاه ورته د کار زمینه برابره شوې، خوښه ده.
اقتصادي کارپوه استاد شبیر بشیري په اقتصاد کې د ښځو د رول پر ارزښت ټینګار کوي او وايي: «په کوچنیو او متوسطو اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو شتون کولای شي د بېوزلۍ په کمېدو کې پراخ اغېز ولري.»
هغه د یادو پروګرامو د پراخېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، که د یادو تشبثاتو لپاره لازمې مالي سرچینې برابرې شي، ډېرې کورنۍ به له بېوزلۍ وژغورل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP