Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په خوست کې د ۲۷ کلنې ژمنې پاى؛ یوې نجلۍ ته د خپل برخلیک ټاکلو حق ورکړل شو

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د خوست سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې یوه نجلۍ چې نږدې درې لسیزې مخکې د «بدل» په نکاح ژمنه شوې وه، د امر بالمعروف ریاست د منځګړیتوب له لارې له جبري قیده خلاصه شوه او د خپل ژوند د انتخاب حق یې بېرته ترلاسه کړ.

د خوست ولایت د مقام خبرپاڼه کې راغلي: «دا قضیه هغه مهال رامنځته شوې وه چې د نجلۍ کورنۍ شاوخوا ۲۷ کاله مخکې مقابل لوري ته د «بدل» په نکاح ژمنه ورکړې وه او لفظي تعهد ‌یې کړی و چې خپله لور به ورته نکاح کوي، خو یاده نجلۍ له دې نکاح سره مخالفت کړی و او له رضایت پرته ‌یې نکاح نه منله.»

خبرپاڼه زیاتوي، نو دا چې مقابل لوری له خپلې دعوې نه تېرېده، د نجلۍ کورنۍ هم په سختو شرایطو کې قرار درلود، نو نوموړې‌ یې د شخړې د نه پراخېدو لپاره په کور کې جبري کېنولې وه او له ټولنیز ژوند، نکاح او نورو اساسي حقونو بې‌برخې پاتې شوې وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د امر بالمعروف ریاست د محتسبینو له ارزونې او هڅو وروسته، له دواړو لورو سره د دیني، قانوني او ټولنیزو اصولو پر بنسټ ناستې ترسره شوې.

د خوست ولایت مقام لیکلي، د یادو ناستو په ترڅ کې دا پرېکړه وشوه چې مقابل لوری نور پر یاده نجلۍ هيڅ حق نه لري او د نجلۍ کورنۍ قانوناً دا صلاحیت لري چې خپله لور هر چا ته، د هغې له خوښې سره سم، په نکاح ورکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، یاده پرېکړه د اسلامي شریعت پر اصولو، د ښځو د رضایت پر وجوب او د انساني کرامت پر بنسټ ترسره شوه.

د خوست ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤولینو ویلي چې دوی د ټولنې د اصلاح، د جبر او ظلم پر وړاندې د شرعي عدالت د تامین، د نارینه او ښځینه وو د مشروع حقونو خوندیتوب لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي او له ولسه غوښتنه کوي چې د ورته قضیو په مخنيوي که له محتسبینو سره مرسته وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.