میمنه (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د فاریاب امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مولوي عبدالله مرادي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون (چهارشنبه) مازدیګر د دغه ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په خواجه قشري سیمه کې د یوه سراچه موټر او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.
مرادي زیاته کړه چې د عبیدالله په نوم یوه کس په موټر ژوند له لاسه ورکړی او موټر او موټرسایکل چلوونکي ټپیان شوي دي.
سرچینې د یادې پېښې د رامنځته کېدو لامل د چلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پرون شبرغان ښار ته نږدې د جوزجان – فاریاب پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د درېیو ښځو په ګډو ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ نور کسان شوي ټپیان وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP