نیلي (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د دایکنډي سخت جغرافیايي موقعیت او د کلیو لرېوالی یې نه یوازې د ژوند بنسټیزو خدماتو ته د خلکو لاسرسی سخت کړی، بلکې په یو شمېر سیمو کې یې د ماشومانو د زدهکړو پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته کړي دي.
د دایکنډي یادو شرایطو ته په پام یو شمېر ملي او نړۍوالو بنسټونو د پوهنې ریاست په همکارۍ د دغه ولایت په لرو پرتو او محرومو سیمو کې د زدهکړو سیمهییز ټولګي رامنځته کړي څو له ښوونځیو د پاتې ماشومانو لپاره د زدهکړو زمینه برابره کړي.
دایکنډي کې څه باندې ۴۰۰ سیمهییز ټولګي فعال دي
د دایکنډي د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې د سختو جغرافیایي شرایطو او زدهکوونکو کموالي له امله د رسمي ښوونځیو جوړولو امکان نه و خو د یونیسف دفتر د سیمهییزو ټولګیو جوړولو له لارې زرګونو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د دایکنډي د پوهنې ریاست د کیفیت د تضمین امر نقیبالله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په هغو سیمو کې چې د جغرافیایي موقعیت او زدهکوونکو کمښت له امله پهکې د رسمي ښوونځیو جوړېدو امکان نشته، د یونیسف دفتر د د راه رهنورد ټولنیزې هوساینې (RRSWO) او افغان پرمختیايي موسسې (ADA) په همکارۍ شاوخوا ۴۰۳ سیمهییز ټولګي جوړ کړي دي.
هغه زیاته کړه: «د دغو ټولګیو له لارې له زدهکړو پاتې ۱۰ زره او ۳۹۶ ماشومان په درسي پروګرامونو کې شامل شوي او اوس په خپلو سیمو کې په زدهکړه بوخت دي.»
د احمدي په وینا، یاد ټولګي په داسې سیمو کې فعال دي چې یا رسمي ښوونځي پهکې نشته، یا یې ترمنځ اږدې لارې دي او یا امکانات نه لري، چې له امله یې ښوونځیو ته د ماشومانو لاسرسی ستونزمن شوی دی.
هغه دغهراز زیاته کړه، یاد پروګرام د پوهنې ریاست تر څارنې لاندې پلی کېږي او موسسې یوازې د ملاتړ رول لري.
نوموړي څرګنده کړه، اوس هغه شمېر ماشومان ته چې له زدهکړو محروم پاتې وو، د پوهنې ریاست او همکارو موسسو په هڅو د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
سیمهییز ټولګي؛ د هیلو دریڅه
د پوهنې وزارت مسوولینو ترڅنګ ټولنیزو فعالانو هم دغه نوښت یو مثبت ګام بللی او وايي، ښوونې او روزنې ته د لاسرسي سخت وضعیت او په دې برخه کې د امکاناتو کمښت له جدي ستونزو ګڼل کېږي او د هواري لپاره یې د خلکو او موسسو مرستې او همکارۍ ته اړتیا ده.
د دایکنډي یو ټولنیز فعال دینمحمد نادرعلي وايي: «په دغه ولایت کې د کلیو ترمنځ واټن ډېر زیات دی، ډېری ماشومان یې نه شي کولای پلي ښوونځيو ته ولاړ شي. د سیمهییزو ټولګیو جوړول د خلکو یوه له جدي اړتیاوو وه.»
هغه زیاته کړه، د یونیسف له خوا د سیمهییزو ټولګیو جوړېدل د خلکو او زدهکوونکو په زړونو کې یوه هیله پیدا کړې څو هيڅوک له زدهکړو له نعمته محروم پاتې نه شي.
هغه زیاته کړه: «دایکنډي کې د سیمهییزو ټولګیو ارزښت ډېر او حیاتي دی؛ ځکه دغه ټولګي په داسې ځایونو کې فعالیت کوي چې له دولتي ښوونځیو لرې دي او په ډېرو هغو ځایونو کې چې دغه ټولګي فعال دي، لرې پرتې او محرومې سیمې او کلي دي.»
نوموړي څرګنده کړه، په دایکنډي کې سیمهییز ټولګي د محرومو سیمو په ودې او پراختیا کې اړین رول لوبوي؛ ځکه دغه ټولګي د خلکو لپاره د سواد، مهارت او زدهکړو زمینه برابروي.
نادرعلي ټینګار وکړ: «په دایکنډي کې د زدهکړو خدمتونو برخه کې د یو شمېر موسسو فعالیت د ستاینې وړ دی. د دغه ولایت خلک تل د هغو موسسو او ارګانونو د ملاتړ او هڅو مدیون دي چې د زدهکړو د پیاوړتیا برخه کې فعالیت کوي.»
یو شمېر زدهکوونکي په دغو ټولګيو کې له درسي کیفیت او امکاناتو خوښ دي او د پراختیا غوښتنه یې کوي
یو بل ټولنیز فعال حسین دانشیار هم د یادو ټولګیو د زدهکړو د کیفیت په اړه رضایت څرګند کړ ویې ویل: «د مرستندویه موسسو او د پوهنې ریاست د څارنې ټیمونو اروزنه ښیي چې زدهکوونکي په لوړه انګېزه او ډېره لوېوالتیا په دغو ټولګیو کې ګډون کوي او د تدریس کیفیت یې غوره دی.»
هغه زیاته کړه چې په دایکنډي کې محرومیتونه ډېر دي، خو له زدهکړو محرومیت باید د خلکو او حکومت د پاملرنې وړ وګرځي؛ ځکه راتلونکی ورسره تړلی دی.
د یاد ټولنیز فعال په نظر چې نور محرومیتونه د درملنې وړ دي، خو د سواد او علم ټیټه کچه د ټولنې لپاره ویجاړوونکې پایلې لرلی شي.
هغه له موسسو او حکومته وغوښتل چې د پوهنې برخه کې باید د همکارو موسسو پروګرامونه ډېر او شته تشې باید ډکې شي.
یو زدهکوونکی په خپل ژوند کې د بدلون په اړه کیسه کوي
د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ په ګیروي کلي کې د سیمهییز ټولګي یو زدهکوونکی نجیبالله وايي چې د یادو ټولګیو له جوړېدو مخکې دی او همځولي یې له زدهکړو بېبرخې وو.
نوموړي زیاته کړه: «کور مو له ښوونځي ډېر لرې و، نه مو شوای کولای ولاړ شو، اړ وو چې مالداري او یا د کور کارونه وکړو، خو زموږ په کلي کې د سیمهییز ښوونځي په فعالېدو، اوس څه باندې یو کال کېږي چې په ډېرې لېوالتیا هره ورځ ښوونځي ته ځو.»
د دایکنډي د پوهنې ریاست د مسوولینو په وینا، هغه زدهکوونکي چې خپلې لومړنۍ دورې په یادو ټولګیو کې پای ته رسوي، له هغه وروسته نورو رسمي ښوونځیو کې جذبېږي څو زدهکړو ته دوام ورکړي.
ورته مهال، دایکنډي کې د راه رهنورد ټولنیزې هوساینې موسسې«RRSWO» مسوولین وايي چې پر شرایطو برابرو او له ښوونځي پاتې ماشومانو زدهکړو ته د یو ډول لاسرسي لپاره د یاد ولایت په ټولو سیمو کې سیمهییز ټولګي جوړ شوي دي.
دایکنډي کې د «ارسو» موسسې د ښوونې او روزنې مسوول رجبعلي ازاد وویل: «د یادې موسسې موخه ښوونې او روزنې ته د پر شرایطو برابرو او له ښوونځیو محرومو ماشومانو یو ډول لاسرسی دی څو د ښوونې شعار د ټولو ماشومانو لپاره چې په سیمو کې یې ښوونځی نشته، پلی شي څو هغوی له خپل دغه اساسي او ملي حقه بېبرخې نهشي.»
هغه زیاته کړه، هغه کلي چې له دولتي ښوونځيو څه باندې درې کیلومتره واټن یا ټولنیز او جغرافیايي خنډونه ولري، په نښه او سروې یې ترسره شوې او له ځايي خلکو سره په تفاهم هغوی ته د زدهکړو سیمهییز ټولګي په پام کې نیول کېږي.
هغه وویل چې لومړي ټولګي ته د زدهکوونکو د جذبېدو شرایط د پوهنې وزارت د لایحې پر اساس دي، له اووه تر نهه کلنو زدهکوونکي کولای شي په یادو ټولګیو کې نوملیکنه وکړي.
نوموړي څرګنده کړه: «که د پر شرایطو برابرو او له ښوونځي بېبرخې زدهکوونکو شمېر له ۲۰ تر ۳۵ پورې وي او ځایي خلک د ټولګي رامنځته کېدو او ملاتړ غوښتنه وکړي، د څښاک پاکو اوبو برابرولو، د ټولګي لپاره د مناسب ځای ټاکلو او د روغتیايي مناسبو شرایطو په پام کې نیولو سره به هغوی ته ټولګی جوړ شي.»
ازاد وویل چې د راه رهنورد ټولنیزې هوساینې موسسې په دایکنډي کې له ښوونځیو څه باندې اته زره بېبرخې ماشومانو ته د باکیفیته زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي سیمهییز ټولګي د زدهکړو سیسټم په پیاوړتیا کې مهم ګام بولي
د اشترلي ولسوالۍ د «بغل کندوی» سیمې یوه مخور خانجان وویل چې د ښوونځیو لرېوالي له امله د دې سیمې ډېری ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
هغه زیاته کړه: «زموږ د سیمې او ښوونځي ترمنځ واټن ډېر زیات دی او ماشومانو نه شوای کولای هلته ولاړ شي. خلکو هم مناسب اقتصادي وضعیت نه درلود چې خپله ښوونکی پیدا کړي او په کلي کې ماشومانو ته درس ورکړي، ارسو موسسه راغله او زموږ لپاره یې یو ښوونځی جوړ کړ چې اوس ماشومان هلته درس لولي او اوس موږ بېغمه شوي یو.»
هغه زیاته کړه چې اوس د ښوونځي لپاره پر شرایطو برابر ټولو زدهکوونکو په سیمهییزو ټولګیو کې نوملیکنه کړې او پر زدهکړو بوخت دي.
خانجان ټینګار وکړ چې د ارسو موسسې له خوا د یادو ځايي ټولګیو رامنځته کېدل د پوهنې وزارت د زدهکړو سیسټم په پياوړتیا کې مهم رول لوبولی دی.
هغه له حکومته وغوښتل څو د زدهکړو زمینې برابرولو برخه کې لا هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي د پوهنې ریاست د کیفیت د تضمین امر وايي چې د دغه ولایت په کچه شاوخوا ۱۰۶ زره او ۲۸ زدهکوونکي په ۴۳۵ دولتي ښوونځیو کې پر زدهکړو بوخت دي. د هغه په وینا، د یادو ښوونځیو له ډلې ۲۲۵ یې ودانۍ لري او ۲۱۰ یې ودانۍ نهلري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP