کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر له پراخېدو سره سم اړتیاوې مخ پر ډېرېدو دي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د تمویل کچه لوړه کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پرون په یوه راپور کې ویلي، سږ کال افغانستان ته د ۱،۴ میلیون کډوالو له ستنېدو سره سم اړتیاوې مخ پر ډېرېدو دي.
په راپور کې راغلي، دوی په بېړنۍ توګه له ۱،۴ میلیون د ډېرو ګډوالو د ملاتړ لپاره د تمویل په لټه کې دي چې سږ کال تر اوسه پورې افغانستان ته راستانه شوي او یا هم راستنېدو ته اړ شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، د یادو کډوالو له ډلې څه باندې یو میلیون یوازې له ایرانه راستانه شوي دي.
سرچینې ویلي: «زموږ ټیمونه په سرحدونو کې دي، هره ورځ له ستړو، وږو او سرګردانو راستنېدونکو سره مرسته کوي، موږ هغوی ته اړینې مرستې، توکي او خواړه چمتو کوو، خو دا چې تمویل محدود دی او خلک ډېر راستنېږي، نه شو کولای خپلو مرستو ته له څو اونیو ډېر دوام ورکړو.»
د کډوالو عالي کمېشنرۍ د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو د ستنېدو پروسه د هغوی په خوښه او باعزته توګه ترسره شي؛ ځکه هغوی په زور ایستل یا فشار پرې راوړل په سیمه کې د بېثباتۍ لامل کېږي.
په راپور کې زیاته شوې: «د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر نړۍوالې ټولنه غږ کوي چې خپل تمویل په بېړني ډول زیات کړي، څو د راستنېدونکو اړتیاوو ته رسېدنه وشي او د هغوی لپاره اوږمهاله مرستې چمتو کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د روانې چنګاښ میاشتې په لسمه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی و چې د روان کال په جون میاشت کې څه باندې ۲۵۶ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي او د بودجې کمښت د مرستو رسولو برخه کې د دغه سازمان او شریکانو خدمات له ستونزو سره مخ کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP