Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیتي او تصفیوي کمېسیون: راستنېدونکي باید په خواخوږۍ او مسوولانه ډول وپالل شي

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د امنیتي او تصفیوي کمېسیون په غونډه کې په «خواخوږۍ او بشپړ اخلاص» سره راستنېدونکو افغان کډوالو ته پر رسېدنه او هغوی ته د هر اړخیز امنیت او لازمو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار شوی.

یاد کمېسیون پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د امنیتي او تصفیوي چارو د مرکزي کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د مرستیال او د کورنیو چارو وزارت اداري معین ملا رحمت‌الله نجيب په مشرۍ ترسره شوه.

سرچینه زیاتوي چې غونډه کې له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو لپاره د امنیتي ځواکونو د خدماتو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

د سرچینې په وینا، د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې را ستنېدونکي افغان کډوال باید د اسلامي اخوت او ملي ژمنتیا له مخې په بشپړ اخلاص، خواخوږۍ او مسئولانه ډول وپالل شي.

په غونډه کې امنیتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې د راستنېدونکو افغانانو ته هر اړخیز امنیت او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) ویلي و، د روان میلادي کال له جنوري تر جون میاشتې پورې ۹۴۹ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.