کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، امریکا اوکراین ته د ځینو وسلو لېږد بیا پیل کړی او په د غو وسلو کې د توپونو مرمۍ او «GMLRS» هدایت کېدونکي راکټونه شامل دي.
دوو امریکايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ دغه موضوع رویټرز خبري اژانس ته تایید کړې ده.
رویټرز لیکلي چې د تېرې اونۍ د وسلو د لېږد لنډمهاله ځنډ ظاهراً د امریکا د پوځي زیرمو د کمېدو له امله و.
سرچینې لیکلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د یاد امر د صادرېدو له منشا خبر نه و او ژمنه یې کړې چې اوکراین ته د دفاع لپاره لا ډېرې وسلې واستوي.
په راپور کې راغلي، تراوسه معلومه نه ده چې د یادو محمولو کره حجم څومره دی او یا دا چې لېږد یې بشپړ شوی که نه. همداراز معلومه نه ده چې هغه نورې وسلې چې د لېږد لړۍ یې درول شوې وه، بیا به ولیږل شي که نه.
سرچینه زیاتوي چې د تېرې اونۍ درول شوو محمولو کې ۳۰ د پاتریوت راکټونه، ۸۵۰۰ د توپونو مرمۍ، څه باندې ۲۵۰ هدایتکېدونکي راکټونه او ۱۴۲ له هوا ځمکې ته توغولکېدونکي راکټونه شامل وو.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هم ویلي چې امر یې کړی څو له متحده ایالاتو سره د وسلو د لېږد په ځانګړي ډول د هوايي دفاعي سیستمونو په اړه اړیکې پراخې شي.
زلنسکي ټینګار کړی چې اوکراین د روسیې د زیاتېدونکو بریدونو پر وړاندې د خپلو ښارونو او بنسټیزو تأسیساتو د دفاع لپاره لا ډېرو تجهیزاتو ته اړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP