Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 بلوچستان کې ناپېژانده وسله‌والو نهه مسافر وژلي

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۴): پاکستاني چارواکي وايي، تېره شپه بلوچستان کې ناپېژانده وسله‌والو له دوو مسافروړونکو موټرو نهه مسافر تښتولي او وژلي یې دي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې یاده پېښه د ژوب او لورالایي ولسوالیو ترمنځ په سور دګي سیمه کې شوې او دغه دوه مسافروړونکي بسونه د پنجاب په لور روان وو.

د ژوب د ولسوال مرستیال نوید عالم ویلي چې وسله‌والو کسانو د لویې لارې په تړلو سره بسونه درولي او د مسافرو د پېژندپاڼو له کتلو وروسته یې ۱۰ کسان چې په پنجاب پورې یې اړه درلوده، په زور له موټرو ښکته کړې او له ځان سره یې وړي دي.

هغه ویلي: «د یادو کسانو له ډلې نهه یې وژل شوي او مړیې یې لاسته راغلي. د دغو وژل شوو کسانو مړي د هغوی خپلو اصلي سیمو ته د لېږد لپاره پنجاب ته وړل شوي دي.»

هغه زیاته کړه، له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو لویه لار وتړله او د عاملینو د نیولو لپاره یې پراخ عملیات پیل کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.