Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

غزني ښار (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د غزني ولایت بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ به شاوخوا دوه میاشتې به دوام ولري.

نوموړي زیاته کړه، په دغو سیالیو کې ۱۰ لوبډلې د قهرمانۍ لپاره سیالي کوي،  د لومړۍ ورځې په لوبه کې د پامیر لوبډله د سلطان محمود غزنوي له لوبډلې سره مخامخ شوه، چې پایله یې ۱-۱ مساوي شوه.

مجاهد وویل، دا سیالۍ د کال د غوره لوبډلې د ټاکلو په موخه ترسره کېږي، او موخه یې فوټبال ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول دي.

په ورته وخت کې د فوټبال یو لوبغاړي، امین‌الله وایي، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کړي او یوه لوبډله له بلې ښه تجربه ترلاسه کړي.

هغه وویل، بدني روزنې او ورزش آمریت ته پکار ده چې په ولایتي کچه د فوټبال ورته سیالۍ نورې هم جوړې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.