Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ایرانه د کډوالو جبري راایستنه؛ افغانان تش لاس او له نامعلوم برخلیک سره هېواد ته راستنېږي

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴): له ایرانه د افغان کډوالو د بې‌مخینې ایستلو په دوام زرګونه کورنۍ تش لاس هېواد ته راستنې شوې دي؛ هغوی له حکومته د سرپناه او کاري زمینې برابرولو غوښتنه کوي. بلخوا، د چارو پوهان د کډوالو جبري ایستل د بشري حقونو نقض بولي او له ملګرو ملتونو غواړي چې د دغه بهیر مخنیوي برخه کې اقدام وکړي.

پوهانو له ایرانه د افغان کډوالو جبري او ډله‌ییز ایستل د بشري حقونو نقض بللی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د دغه بهیر مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

راستانه شوي کډوال د مرستې غوښتنه کوي

د کابل د سرای شمالي سیمې د «پایتخت مسافروړونکي او ترانسپورټي ترمینل» له لارې هره ورځ زرګونه له ایرانه راایستل شوي کډوال راځي. په دغو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شاملې دي چې د فقر او اقتصادي ستونزو له امله ایران ته تللې وې او اوس تش لاس هېواد ته راستنې شوې دي. له دغو یوه هم راحله ده چې له خپلې پنځه‌کسیزې کورنۍ سره بېرته هېواد ته راستنه شوې ده.

راحله خپلې ترخې تجربې په دې ډول بیانوي: «درې زامن او دوه لوڼې لرم، د شپې درې بجې د ایران پولیس راغلل، ویې ویل چې موږ تاسو ته نه وو ویلي چې باید تر څلورمې میاشتې خپل هېواد ته ستانه شئ، ما ورته وویل چې تر سبا وخت راکړئ خو را یې نه کړ، یوازې څو جوړه جامې مو بیک کې واچولې او راغلو، کیلي مو ګاونډي ته وسپارله څو د کور اصلي مالک ته یې ورکړي.»

راحله چې څو کاله یې په ایران کې د خلکو په کورونو کې صفاکاري کړې وایي، خاوند یې روږدی و او شاوخوا دوه کاله مخکې ورک شوی چې هر څومره هڅې یې وکړې، ونه موندل شو.

هغه چې اصلاً د بغلان اوسېدونکې ده او وروسته له اوو کلونو هېواد ته راستنه شوې وايي، په ایران کې یې ژوند په سختۍ خو د ټولې کورنۍ په هڅو روان و خو اوس چې هېواد ته راستنه شوې، حیرانه ده چې له کوم ځایه یې پیل کړي.

هغې په داسې حال کې چې ویل یې له راستنېدو وروسته له ډېرو ستونزو سره مخ شوې، زیاته کړه: «کور نه لرو، حیران یو چې چېرې ولاړ شو.»

هغه وايي، کله چې کډوال شوو، ژوند یې له صفره پیل کړ، د اوو کلونو په اوږدو کې یې په تدریجي توګه د کور وسایل برابر کړل او خپل عادي ژوند یې جوړ کړی و خو له دې خبر نه وو چې یوه ورځ به ناڅاپه دا هر څه همداسې پرېږدي او راستنېږي به.

د مزارشریف اصلي اوسېدونکې معصومه خاوري چې له ترکیې راستنه شوې وايي، تر اوسه یې د ویزې وخت پای ته نه و رسېدلی چې حکومت په زور را وایسته.

هغې زیاته کړه: «موږ یې په چل له کوره و ایستلو، ویل یې چې یوازې یو ساعت درسره کار لرو، خو بیا یې موږ کمپ ته راوستو، لس ورځې په یوه او بل کمپ کې وو، ښځې، نارینه او ماشومان یې جلا جلا پرته له خوړو او امکاناتو وساتلو او بیا یې پرته له دې چې موږ ته څه ووايي، راولېږلو.»

هغې چې ویل یې کلونه مخکې یې د اقتصادي ستونزو او ناامنۍ له امله هېواد پرېښود او ترکیې ته کډوال شول، زیاته کړه: «۷ کاله د ترکیې په دنیزلي ښار کې د کډوالۍ ژوند کاوه، هلته مو خپل ژوند جوړ کړی و.»

خاوري چې خپلو وړو او لویو اولادونو ته یې کتل او خپه ښکاريده ویل یې: «اوس راغلم، نه ځای او نه نور څه لرو، یوازې په هغه ورځ چې راغلو، په هوايي ډګر کې یې یوه کمپله، یوه جوړه ژمنۍ جامې او یو څه نغدې پیسې راکړې.»

هغه وايي چې له ترکیې د ایستلو شېبه د دې او کورنۍ لپاره یې د ژوند یوه له تر ټولو ترخو خاطرو وه؛ ټول اسناد او نور شته یې همالته پاتې شول.

دغه راز، د کندوز اصلي اوسېدونکې بي‌بي‌ زینب هغه کونډه ده چې کلونه یې د سختو شرایطو په زغملو په ایران کې ژوند کړی، هغه وايي، درې ورځې مخکې کابل ته راستنه شوې، یو زوی یې اوس هم په ایران کې پاتې دی څو د خپلې مزدورۍ پیسې ترلاسه کړي او هېواد ته راشي.

هغه په ناهیلۍ وویل: «په کور پسې ګرځو، ډېر وګرځېدو خو نه پیدا کېږي.»

هغې زیاته کړه، څلور کاله مخکې د خپلوانو په هڅونه ایران ته تللي وو، خو هلته یې هم ډېرې ستونزې وګاللې.

هغه وايي، افغانان ان د ایرانیانو له نانوایي‌ګانو د ډوډۍ پېرلو اجازه نه لري، سوپر مارکېټونو ته د تلو اجازه نه لري، ځینو هراتیانو به چې نانوايي درلوده، افغانانو به له هغه ځایه ډوډۍ اخیسته.

بي‌بي زینب له نړۍوالې ټولنې غواړي څو په جبري توګه د کډوالو د ایستلو مخنیوي کې همکاري وکړي.

بلخوا، د ناصراحمد عارفي په نوم یو بل کس چې له ۱۲ کاله کډوالۍ وروسته اوس د خپلې کورنۍ له ۲۰ غړو سره هېواد ته راستون شوی، اوس خپل اصلي ولایت ته نه د تلو توان او نه هم هلته سرپناه لري.

نوموړي چې د ایران په شېراز ښار کې یې ژوند کاوه زیاته کړه: «۱۴۰ میلیون تومان یې زموږ د کور پیسې او سل میلیون تومان یې زموږ د کار پیسې را نه کړې، اوس دومره پیسې نه ‌لرو چې تخار ته ولاړ شو.»

هغه چې ویل یې د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله کډوالۍ ته اړ شوی وو، زیاته کړه، په ایران کې ژوند ښه نه و، خو دا چې دنده یې درلوده، د خپلې کورنۍ اړتیاوې یې پوره کولای شوای.

نوموړي د ایراني پولیسو له بد او ناوړه چلنده شکایت وکړ او زیاته یې کړه چې د کور ټول توکي یې هلته پاتې شول.

عارفي له اقتصادي ستونزو شکایت کوي او زیاتوي چې له نیمروزه د راتلو پر مهال یوازې لس زره افغانۍ ورسره مرسته شوې چې د دوی د اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي.

هغه د نورو مرکه‌شوو په څېر له اسلامي امارته غواړي چې راستانه شوو کډوالو ته سرپناه او د کار زمینه برابر شي او له نړۍوالو مرستندویو بنسټونو یې وغوښتل چې کډوال یوازې پرې نه ږدي.

د چارو پوهان: له ایرانه په ډله‌ییزه توګه د کډوالو ایستل د بشري او نړۍوالو حقوقو نقض دی

د حقوقي چارو کارپوه بلال‌احمد خطیر وايي: «د نړۍوالو او بشري حقونو کنوانسیونونو، په ځانګړې توګه د ۱۹۹۰ کال د کډوالو له حقونو د ملاتړ تصویب شوي کنوانسیون له مخې، دولتونه د کډوالو د ایستلو حق لري، خو دغه حق مطلق او نامحدود نه دی، بلکې له یو لړ محدودیتونو سره مخ دی.»

سرچینه وايي: «له دې ډلې د ډله‌يیز ایستنې د منع اصل ته چې د اروپايي بشري حقونو کنوانسیون په څلورم پروتوکول او د کډوالو د حقونو کنوانسیون په ۲۲مه ماده کې ثبت شوی اشاره کوم؛ یعنې دولتونه د کډوالو د ډله‌يیزې ایستنې حق نه‌لري، هغه څه چې د ایران دولت عملاً تر پښو لاندې کړي دي. د ایران دولت ټول افغان کډوال هغه کسان چې قانوني اسناد لري، په زور له خپل هېواده باسي چې دا د بشري او کډوالۍ د حقونو خلاف کار دی.»

هغه پر دې له ټینګار سره چې کډوال د شکایت حق لري زیاته کړه، د کډوالو ایستل باید له ربړونو او بد چلند سره مل نه وي، خو د ایران دولت په داسې ناوړه چلندونو سره انساني کرامت تر  پښو لاندې کوي.

یاد کارپوه زیاته کړه: «که یو کډوال د کوربه دولت د امنیت لپاره خطر وي، باید په فردي توګه یې په اړه څېړنه وشي او و ایستل شي.»

د هغه په وینا، اسلامي امارت مکلف دی چې راستانه شوو کډوالو ته اسانتیاوې او امکانات برابر کړي. په پيل کې دغه کسان باید ثبت او پر بېلابېلو کټګوریو ووېشل شي، وروسته په وړیا ډول خپلو اصلي ولایتونو ته ولېږدول شي، روغتیايي خدمتونو ترلاسه کړي او د سرپناه نه درلودو په صورت کې د اوسېدو ځای ورته برابر شي.

هغه زیاتوي، د ملګرو ملتونو سازمان هم مکلف دی چې د ایران پر دولت فشار راوړي څو دغه لړۍ په وقفه‌يي توګه ترسره کړي.

د کډوالو چارو پوه عبدالرزاق عدیل وايي: «له ایرانه د افغان کډوالو په زور ایستل یو انساني ناروین دی چې پایلې به یې له بده مرغه زرګونه کورنیو او دغه‌راز د افغانستان راتلونکي لپاره ډېرې بدې وي، دغه اقدام نه یوازې انساني ستونزې رامنځته کوي، بلکې په افغانستان کې د ټولنیزو او اقتصادي ناروینونو لامل هم کېدای شي.»

نوموړي هم وویل چې اسلامي امارت باید له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو سره په همکارۍ د یوه جامع پروګرام له لارې د راستنېدونکو اساسي اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.

هغه زیاته کړه: «د کډوالو په زور ایستل نه یوازې د انساني ارزښتونو خلاف کار دی، بلکې کولای شي اوږدمهالې منفي پایلې له ځان سره ولري. بلخوا نړۍواله ټولنه باید له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي څو دغه هېواد وکولای شي لږ تر لږه د خپلو راستنېدونکو اړتیاوو پوره کړي.»

بلخوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني پژواک ته وویل، د روان کال د چنګاښ میاشتې له پیله راهیسې څه باندې پنځه سوه زره افغان کډوال هېواد ته راګرځېدلي دي.

هغه زیاته کړه: «د روان کال د چنګاښ میاشتې له پیله راهیسې تر اوسه ۵ لکه و ۷۶ زره او ۷۹ تنه له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو راګرځېدلي چې په هغو کې څه باندې ۹۰ زره یې مجرد او څه باندې څلور سوه زره یې د کورنیو غړي دي.»

د هغه په وینا، د راستنو شوو کډوالو لپاره د سرپناوو، زده‌کړو او کار برخو کې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

هغه دغه‌راز وویل: «په وروستیو ورځو کې داسې ويډیوګانې خپرې شوې چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ځینو کسانو له لوري ناوړه او خواشینوونکی چلند ښيي، که څه هم تر اوسه د یادو ويډیوګانو د ثبت کره ځای نه دی معلوم، خو دغه موضوع د اندېښنې وړ ده.»

هغه د ایران له حکومته وغوښتل څو د یادو چلندونو په اړه جدي څېړنه وکړي او هيچا ته اجازه ور نه کړي په داسې چلند د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان ورسوي.

د هغه په وینا، د راستنو شوو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې لپاره ټول لازم چمتووالی نیول شوی او هغه کسان چې په دې وروستیو ورځو کې هېواد ته راستانه شوي، د دې ترڅنګ چې نغدي مرستې ورسره شوې او خدمات ورته وړاندې شوي، خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د راستنو شوو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې لپاره په بېلابېلو برخو کې ځانګړې کمېټې هم جوړې شوې دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د کډوالو د بیا ادغام او د هغوی د انساني کرامت د تأمین برخه کې پوره چمتووالی شته او د بېرته راستنو شوو د ملاتړ لړۍ به په دوامداره ډول جریان ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.