خوستښار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د خوست د عليشېرو ولسوالۍ د ببرک تاڼې کلي اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې یې په سیمه کې د څښاک پاکې اوبه نشته، له همدې امله د خوړ له ولاړو ناپاکو اوبو استفاده کوي چې ګڼې روغتیايي ستونزې یې پیدا کړې دي.
د خوست د عليشېرو ولسوالۍ د ببرک تاڼې کلي یو کروندګر ښايستهګل وايي: «کلونه کېږي چې د خوړ له اوبو کار اخلو، دا اوبه څاروي هم څښي، دا زموږ قسمت او ژوند دی.»
هغه وویل، د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی د دوی ورځنی کړاو شوی، ماشومان، ښځې او مشران د څښلو اوبو پسې سرګردانه ګرځي.
نوموړي زیاته کړه: «بېدرکه وچکالي ده، اوبه نشته، ماشومان او ښځې کله په اوبو پسې یو خوا روانې وي کله بلخوا اوبه بېخې شته نه او نه هم تر اوسه چا کومه څاه راته کنلې ده.»
یاده سیمه د خوست له مرکزه شاوخوا ۵۰ کیلومتره لرې د ډیورنډ فرضي کرښې ترڅنګ پرته ده چې ډېری اوسېدونکي یې پر مالدارۍ بوخت دي.
وچکالي او کډوالي
د سيمې يو بل اوسېدونکي نوراګل چې د ژوند ډېره برخه یې په مالدارۍ کې تېره کړې وايي: «کله چې باران وشي، د کلي ټول خلک له هماغو اوبو استفاده کوي؛ ځکه بله هيڅ سرچینه نهلرو، نورې اوبه نشته ټولې داسې مردارې وي.»
هغه زیاته کړه چې روانې وچکالۍ خلک سخت اندېښمن کړي؛ ځکه د څښاک له اوبو نیولې د ژوند تر نورو اړتیاوو پورې ټولې له باراني اوبو پوره کېږي.
د دې لرې پرتې سيمې ځيني نور اوسېدونکي بيا وايي چې د څښاک پاکو اوبو نشتوالي له امله له ډول ډول ناروغيو ځورېږي.
د داوود په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل، د څښاک د پاکو اوبو نشتوالي له امله ځینې کورنۍ له دې سيمې کډه شوې دي.
هغه زیاته کړه: «دغه اوبه څاروي هم څښي او موږ يې هم استعمالوو چې دا موږ انسانانو ته ډېرې ناروغۍ پيدا کوي. غوښتنه مو له حکومته دا ده چې موږ ته د پاکو اوبو غم وخوري.»
نه پاملرنه او هیلې
د يادې سيمې يو قومي مشر دينمحمد وایي چې نه د تېر حکومت پر مهال او نه په اوسني حکومت کې دغې سيمې ته چا پاملرنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، د دې سيمې خلک غريب دي، نه شي کولای ځان ته د څښاک پاکو اوبو زمينه برابره کړي.
هغه وويل: «غوښتنه مو دا ده چې دلته موږ ته حکومت خدمت وکړي، برمې راته ووهي، څاګانې راته ووهي، که د بندونو ترتيب جوړېږي، هغه راته جوړ کړي، د څارويو لپاره د اوبو بېل ترتيب راته جوړ کړي.»
مسوولین څه وايي؟
ځایي مسوسولین که څه هم په دغه ولایت کې پاکو اوبو ته د لاسرسي په تړاو شته ستونزې مني خو ډاډ ورکوي چې په یاده برخه کې ډېر کار شوی دی.
د خوست د والي وياند مستغفر ګربز پژواک ته وويل چې د اسلامي امارت د بیاځلې حاکمیت له پیله راهیسې د خوست ولایتي ادارې د پاکو اوبو د تامین او لاسرسي برخه کې جدي هڅې کړې دي.
نوموړي په دې برخه کې د بېلابېلو خیریه بنسټونو او مرستندویه مؤسسو همکاري د پام وړ بولي چې له لارې یې د ولایت په مرکز او ګڼو اطرافي سیمو کې زرګونه کورنیو ته د پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
دی زياتوي: «سره له دې لا هم په ځینو لرو پرتو سیمو کې یو شمېر کورنۍ له دغه اساسي خدمت څخه بېبرخې دي، دغه موضوع د لرو پرتو ولسوالیو د ستونزو د حل لپاره جوړې شوې کمېټې له خوا په دقیق ډول ارزول شوې چې د حل لپاره یې اړین پلانونه نیول شوي دي؛ تمه ده په نږدې راتلونکي کې نه یوازې پاکو اوبو ته لاسرسی، بلکې ورته نورې حیاتي اسانتیاوې هم د دغو سیمو خلکو ته برابرې شي.»
د ځايي مسوولينو د معلوماتو له مخې، په تېر يوه کال کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د څښاک اوبو رسولو لسګونه شبکې جوړې شوې دي او تمه ده چې دې چارې ته لا دوام ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP