کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان د علومو اکاډمي مسوولین وايي، تېر کال له بهرنيو ژبو ۱۸ علمي اثار ملي ژبو ته راژباړل شوي، د دري ژبې د ادبي دايرتالمعارف لومړی ټوک بشپړ شوی او ۶۰۰ اصطلاحات پهکې څېړل شوي دي.
د حکومتي ادارو د یوه کال لاستهراوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې نن د افغانستان د علومو اکاډمي خپلې د تېر ۱۴۴۶ هجري قمري کال لاستهراوړنې وړاندې کړې.
د علومو اکاډمي د طبیعي تخنیکي علومو مرستیال شیخ امیرجان ثاقب په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې وویل چې تېر کال له بهرنیو ژبو ۱۸ مهم علمي اثار ملي ژبو ته راژباړل شوي او دغه راز د دري ژبې د ادبي دایرتالمعارف د لومړي ټوک کار بشپړ شوی او ۶۰۰ دایرتالمعارفي اصطلاحاتو پهکې څېړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د دایرتالمعارف څلورم ټوک په دري ژبه بشپړ شوی او درېیم ټوګ ژباړه یې پښتو ژبې ته هم بشپړه شوې ده.
هغه وایي چې اوسهال د اسلامي، بشري او طبیعي – تخنیکي علومو پر ۱۸۳ عنوانه علمي او څېړنیزو پروژو کار روان دی.
همدارنګه په یاده غونډه کې د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز رییس څېړنپوه دوکتور سید نظیم سیدي وویل چې تېر کال د علمي شورا له خوا ۳۶ عنوانه علمي – څېړنیزې پروژې تصویب شوې دي.
هغه زیاته کړه، د هېواد د درېیو لږکیو «ساوي، اشکاشمي، نورستاني» ژبو لپاره معیاري لیکدود او الفبا جوړه شوې ده او د ځینو نورو ژبو ویونکو هم مراجعه کړې او کار یې په جریان کې دی.
نوموړی وایي، د اسلامي علومو برخه کې ۱۳ عنوانه، د بشري علومو برخه کې ۱۴ عنوانه او د طبیعي علومو برخه کې شپږ عنوانه تخصصي دایرتالمعارفونه تشخیص او تثبیت شوي دي.
سیدي زیاته کړه چې علومو اکاډمي له بېلابېلو دولتي او مهمو اکاډميکو ادارو، شخصیتونو او فرهنګیانو سره ۲۱۷۴ ټوکه کتابونه مرسته کړې او شل ټوکه علمي – څېړنیز کتابونه د روسیې تاتارستان هېواد ته استول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP