Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: ایران دې د افغان کډوالو ستنولو بهیر په تدریجي ډول ترسره کړي

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر دې په تدریجي ډول ترسره شي څو د دغه هېواد پر حکومت فشار را نه شي.

د ایرنا اژانس د راپور له مخې، د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي پرون (سه‌شنبه) د ایران د کورنیو چارو له وزیر سکندر مومني سره لیدلي دي.

د راپور له مخې، په یاده لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو لکه د ایران له لوري د دغه هېواد په ګډون د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د استازي په ګډون د درې‌ اړخیزې ناستې غوښتنه، د نړۍوالو سازمانونو له لوري د مالي مرستو زیاتېدو، د افغان کډوالو د سمبالښت او د نشه‌یي توکو د قاچاق مخنیوي په اړه خبرې اترې شوې دي.

ګرانډي په یاده لیدنه کې ویلي: «د ایران له اسلامي جمهوریته زموږ غوښتنه دا وه چې د افغان وګړو د ستنولو بهیر دې په تدریجي توګه ترسره شي څو د افغانستان پر اوسنیو چارواکو ډېر فشار وارد نه شي؛ ځکه دغه هېواد لا هم په داسې حالت کې دی چې له اقتصادي او ټولنیز پلوه په یو وخت کې د دومره خلکو د جذب وړتیا نه لري.»

هغه څرګنده کړې: «زه ایران ته له سفر مخکې په افغانستان کې وم، حالات مې له نږدې وڅېړل او بیا ایران ته راغلم، څو وکولای شو د ساحوي مشاهداتو پر بنسټ د ایران له دولت سره دقیقې خبرې وکړو.»

د یادونې ده، ایران له څه مودې راهیسې له دغه هېواده د افغان کډوالو اخراج پیل کړی او له یوې میاشتې په کمه موده کې څه باندې نیم میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.