فېروزکوه (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۴): د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو اړوند یو موټرچلوونکی د هغې ترافیکي پېښې په تړاو چې دوه ماشومانې پهکې مړې شوې وې، نیول شوی، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي زعیم د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه پېښه تېره دوشنبې (د چنګاښ ۳۰مه) فېروزکوه ښار ته څېرمه په پشتهګاو مورک سیمه کې د کابل – غور پر لویه لار شوې ده.
هغه ویلي: «د ملګرو ملتونو اړوند یوه موټر چې په بامیان کې د ملګرو ملتونو د امنیتي قطعې یو سرتېری ډریور و، دوه ماشومانې وهلې چې له امله یې دواړو ژوند له لاسه ورکړی دی.»
هغه زیاته کړې، د پېښې قربانیانې د مسعودې او ستایش په نومونو دوه خویندې وې چې اته او څلور کاله عمرونه یې درلودل او د پشتهګاو مورک سیمې اوسېدونکې وې.
زعیم ویلي چې تورن موټرچلوونکی نیول شوی او د پولیسو په توقیف کې در پلټنو لاندې دی.
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا استازولۍ تر اوسه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP