کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د غوړیو او عربي سروزرو بیې ټیټې خو د اوړو او نفتي توکو بیې لوړې شوې دي.
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په کابل ښار کې د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیې ټیټيدو له امله له ۱۶۰۰ څخه ۱۵۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
خو نوموړي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د وارداتو کمېدو له امله د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۴۲۰ څخه ۱۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د یادونې ده چې د سالنګ لویه لار د بیارغونې روانو چارو له امله د زمري له لومړۍ نېټې تر یوه وخته پورې د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د سوداګرو اتحادیې د رییس په وینا، نن هم لکه د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام تور افریقایي چای بیه ۴۰۰ او د یوه کیلو شین اندونیزیایي چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د نفتي توکو بیې
کابل ښار کې د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن په کابل کې تېرو اوو ورځو په نسبت یو لېتر پټرولو بیه له ۶۰ څخه ۶۴ افغانیو او یو لېتر ډیزلو بیه له ۶۲ څخه ۶۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.
دغهراز، د کابل ښار په دهنباغ کې یو هټۍوال محمدجان امین وايي چې نن تېرو اوو ورځو په نسبت د یو کیلو اوبلن ګاز بیه له ۴۷ څخه ۴۹ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د یادو موادو پلورونکي وايي چې د سالنګ لارې تړل کېدو له امله د نفتي توکو واردات کم شوي او بیه یې لوړه شوې ده.
د سروزرو بیې
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۰۰۰ څخه ۵۹۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
خو هغه وايي چې نن د تېرې شنبې په څېر د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زر په ۴۷۰۰ افغانیو پلوري.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر د پېر بیه ۶۸،۷۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روان کال د چنګاښ په ۲۸ مه د یوه ډالر د اخیستو بیه ۶۹ اعشاریه ۱۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانۍ تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP