Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ایرانه د افغانانو له ایستل کېدو سره په دغه هېواد کې کاري ځواک کم شوی

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۴): د تهران د ودانیزو چارو د کارګرانو ټولنې مشر ویلي چې له ایرانه د افغانانو له ایستل کېدو سره د دغه هېواد ساختماني صنعت د کاري ځواک له کمښت سره مخ شوی او ځینې پروژې ځنډېدلې؛ په داسې حال کې چې د ایراني کارګرانو ګومارل به وخت او ډېر لګښت ته اړتیا ولري.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته زور ورکړی او د راپورونو له مخې، هره ورځ له دغه هېواده زرګونه کسان افغانستان ته راستنېږي.

د ایران «عصر» خبري تحلیلي سایټ د راپور له مخې، د تهران د ودانیزو چارو د کارګرانو ټولنې مشر ایرج رهبر ویلي چې په تهران کې د ودانیزو چارو څه باندې ۵۰ سلنه کارکوونکي افغانان وو او د هغوی ایستل په ودانیزو چارو کې د کاري ځواک کمېدو لامل شوی دی.

هغه زیاته کړې چې له ایرانه د افغان کارګرانو له ایستلو سره ودانیزې چارې کمې شوې او ځینو پروژو کې ځنډ راغلی دی.

د هغه په وینا، د افغانانو پر ځای د ایراني کارګرانو ګومارل ډېر وخت نیسي او لګښتونه هم لوړوي، په ځانګړې توګه د «نهضت ملي مسکن» په څېر پروژې چې بیې او هوکړه‌لیکونه یې دوه کاله مخکې ټاکل شوي او د بیو د بدلون امکان یې نشته.

هغه دغه ‌راز ویلي چې په ساختماني چارو کې د ایراني کارګرانو معاش د افغان کارګرانو د معاش په پرتله دوه برابره لوړ دی او افغان کارګرانو د کم معاش سربېره د ټولنیز خوندیتوب بېمې لپاره څه لګښت نه درلود، له همدې امله کارګومارونکو به د افغان کارګرانو ګومارلو ته ترجیح ورکوله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.