کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): مولوي امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلېفونې خبرو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د اندېښنې وړ بللې او ټینګار یې کړې چې دغه بهیر دې تدریجي او په عزت سره ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت او د ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلېفونې خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې مکالمه کې پر دوو اړخیزو مسایلو، غزه کې د بشري بحران او له ایرانه د افغان کډوالو د اخراج په تړاو خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې راغلي، مولوي امیرخان متقي په دغو ټیلېفونې خبرو کې له ایرانه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ د اندېښنې وړ بللې او ټینګار یې کړې چې د اخراج پرمهال دې د تدریج او عزت اصولو ته درناوی وشي.
دغهراز، متقي په غزه کې انساني وضعیت کړکېچن یاد کړې او ټینګار یې کړې چې اغېزناک اسلامي هېوادونه دې په دې تړاو خپل مسوولیت ادا کړي.
نوموړي زیاته کړې: «د غزې پر خلکو د اسراییلي رژیم له خوا تپل شوی د لوږې او نسلوژنې کړاو دې پای ته ورسول شي.»
خبرپاڼه کې زیاته شوې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي هم ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي څو له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په تدریجي او عزتمندانه توګه ترسره شي.
عراقچې دغهراز ویلي، اړتیا ده څو په غزه کې د روان بد وضعیت لپاره د حللارو موندلو په موخه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته راوبلل شي.
دا په داسې حال چې نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر د کډوالو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې ایران د افغان کډوالو اړوند د درې اړخیزې تخنیکي ناستې لپاره چمتووالی ښودلی او ټاکل شوې دغه ناسته ډېر ژر د اسلامي امارت، ایران او یواېناېچسيار د استازو ترمنځ په کابل کې ترسره شي.
د یادونې ده، ایران له څه مودې راهیسې له دغه هېواده د افغان کډوالو اخراج پیل کړی او په شاوخوا یوه میاشت کې څه باندې ۷۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP