Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې مالدارانو ته د څارویو ۳،۵ مټریک ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

قلعه‌‌نو (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۴): بادغیس کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سلو مالدارانو ته د څارویو ۳.۵ مټریک ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

د غور د والي ویاند مولوي رحیم‌الدین رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې مرستې موخه چې د هالنډ کمېټې له خوا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري ترسره شوې، په دغه ولایت کې د مالدارۍ وده ده.

هغه وايي، یاده مرسته سلو مالدارانو ته د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې وېشل شوې ده.

بلخوا، د دغه ولایت یو مالدار عبدالرحمن وویل: «موږ له دې مرستې ډېر خوښ یو، پخوا د څارویو د وښو کمښت له امله له ډېرو ستونزو سره مخ وو، په غرونو او دښتو کې واښه نشته، اوس د دې وښو په وېشل کېدو سره کولای شو خپل څاروي ښه تغذیه کړو او هیله لرو چې د شيدو او غوښې تولید ډېر شي.

هغه د کرنې ریاست له مسوولینو او د کرنې برخه کې له اړوندو موسسو غواړي چې دې ډول مرستو ته دوام ورکړي او په سختو او وچو فصلونو کې د حیواني خوراکي توکو برابرولو برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.

ورته مهال، په قادس ولسوالۍ کې یو بل مالدار عبدالرووف وویل: «څو کاله کېږي چې وچکالۍ مو ژوند سخت کړی، واښه نه پيدا کېږي، څاروي ډنګر شوي وو، اوس چې واښه وېشل شوي، دا یوه لویه مرسته ده.»

بادغیس یو له لوېدیځو ولایتونو دی چې ډېری وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د خپل ژوند زیاتره اړتیاوې له همدې لارې پوره کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.