خوستښار (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۴): خوست کې سیمهییز مسوولین وایي چې خوست ښار کې د یوه پانګهوال له لوري د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه عصري سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې.
د مسوولینو په وینا، دغه مارکېټ به په پنځه جریبه ځمکه کې په دوو پوړونو کې جوړ شي چې هر پوړ به ۵۶ هټۍ ولري او ټاکل شوې ده چې چارې یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکټر احمد مجاهد پژواک خبري آژانس ته وویل چې په دغه مارکېټ کې به د درملتونونو ترڅنګ معياري لابراتوار، هوټل، د ناروغ لرونکو لپاره د شپې ځای، جومات، شنه ساحه او د موټرو د تمځای اسانتیاوې هم برابرې شي.
نوموړي وويل چې د دغه سوداګريز مارکېټ په جوړېدو سره به ياد پانګهوال هره مياشت ۱۸۰ زره افغانۍ د دولت بودجې ته ورکوي.
هغه همدا ډول زياته، په دې سره به د هغو درملتونونو او هټيو مخه هم ونيول شي چې دا مهال د روغتون مخې ته په غيرمعياري ډول جوړ شوي دي.
په همدې حال کې د خوست مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت بيا په خپلو خبرو کې خوښي وښوده چې د يوه پانګهوال له خوا ياد سوداګريز مارکېټ جوړېږي، خو ورته مهال د اړوند ساختماني شرکت له مسوولينو یې غوښتنه وکړه چې کيفيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP