Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې

ایبک (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۴): سمنګان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.

د سمنګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د پروګرامونو امر مولوي عبدالرحیم قاسمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پروژې چې د دوو څاګانو کیندل، د ۷ زره ۴۱۶ متره په اوږدوالي د نل‌لیکې غځول، د اوبو د دوو ذخیرو جوړول، د اوبو راایستلو لپاره د سولرونو او په کورونو کې د ۲۹۰ شیردهنونو نصبول په‌کې شامل دي، د فیروزنخچیر ولسوالۍ په «بورمه» او «چهارسوق» کلیو کې پلې کېږي.

هغه زیاته کړه، یادې پروژې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د اوبو رسونې پروګرام له لوري د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ او د اغاخان دفتر په تخنیکي همکارۍ پلې کېږي.

نوموړي وویل چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به څه باندې ۵۰۰ کورنۍ او د ۲ زره او ۲۷۳  ښوونځیو او مدرسو زده‌کوونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.