Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د څه باندې ۵۰۰۰ کثافت‌دانیو لګولو لړۍ پیل شوه

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۴): د کابل ښاروالي وایي، د ښار د پاکوالي او ښاري ښکلا په موخه د ښار په کچه په پلیو لارو او د عمومي سړکونو په اوږدو کې د ۳۴ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د ځانګړو کثافت‌دانیو نصبولو لړۍ پیل شوه.

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو سلاکار نعمت‌الله بارکزي ویلي چې دغه لړۍ یې د ښار له څلورمې ناحیې پیل کړې ده.

ده ویلي، د یادې طرحې له مخې به د جامدو او وچو توکو (کاغذ، پلاستیک او بوتلونو) لپاره د ۵۰ لېتره ظرفیت‌لرونکې ۵۰۳۸ کثافت‌دانۍ او د ۷ مترمکعب په اندازه ظرفیت‌لرونکې ۵۰ کثافت‌دانۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې نصب شي.

نوموړي زیاته کړه چې د دوه زره کثافت‌دانیو ځایونه په اوو ناحیو (دویمه، درېیمه، څلورمه، پنځمه، لسمه، یوولسمه او پنځلسمه) کې تثبیت شوي او اوس مهال د ۱۵۰۰ نورو نصبولو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

د ده په خبره، دغه پروګرام به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړ شي.

ورته مهال، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ريیس مولوي سعدالله عثماني له ښاریانو غوښتني چې له دې کثافت‌دانیو په ګټې اخیستلو په پلیو لارو، سړکونو او نورو عامه ځایونو کې کثافات تیت نه کړي، د کثافاتو د مدیریت او لېږد برخه کې دې د کابل له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.