Language

د غزني خوګیاڼي ولسوالۍ لپاره د اداري ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

غزني ښار (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): د غزني سیمه‌ییز مسوولین وایي، د ۱۹ میلیون افغانیو په ارزښت د دغه ولایت د خوګیاڼي ولسوالۍ لپاره د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.

د غزني د والي ویاند، مولوي عزت‌الله سعیدي نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه ودانۍ به په درېیو پوړونو کې جوړه شي او ۲۴ اداري خونې به ولري.

نوموړي زیاته کړه، یاده ودانۍ به د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو عمومي ریاست له خوا، د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت، د یوه داخلي شرکت له لوري جوړه شي.

سعیدي وویل، چې د دې ودانۍ د جوړېدو چاري به په ۹ میاشتو کې بشپړې شي، او د جوړېدو په صورت کې به د یادې ولسوالۍ اداري ستونزې حل شي.

په ورته وخت کې، د سیمې اوسېدونکي او دولتي مامورین د دې ودانۍ د جوړېدو له امله خوښي څرګندوي او وایي چې تر دې وړاندې یې ولسوالۍ ته ځانګړې اداري ودانۍ نه لرله، چې له امله به یې د دولتي کارونو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو.

یاده دې وي، چې د مسوولینو په وینا، د غزني ولایت ډېرې ولسوالۍ لا هم ځانګړې اداري ودانۍ نه لري، چې د خلکو او دولتي مامورینو لپاره د خدمتونو پر وړاندې کولو منفي اغېز کوي.