Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فېروزکوه کې د یوه کلي اوسېدونکي: د څښاک پاکو اوبو کمښت په ماشومانو کې د ناروغیو ډېرېدو لامل شوی

فیروزکوه (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۴): د غور د مرکز فېروزکوه اړوند د «شورابک» کلي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پرله‌پسې وچکالیو له امله یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن شوی چې له امله یې په ماشومانو کې د نس‌ناستي په څېر ناروغۍ ډېرې شوې دي.

ورته مهال، د غور ولایتي روغتون یوه ډاکټر هم ویلي، د نس‌ناستې ناروغي مخ په ډېرېدو ده او له کورنیو یې وغوښتل چې د دې ستونزې هواري لپاره دې اوبه مخکې له څښلو واېشوي.

د شورابک کلي خلک وايي، دوی ته دې د اوبو رسولو شبکه جوړه شي

د غور د مرکز فېروزکوه اړوند د دره قاضي سیمې د شورابک کلي اوسېدونکي اسماعیل کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل، پرله‌پسې وچکالیو د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه کړې چې له امله یې خلک له پاکو اوبو محروم شوي او ان په ځینو مواردو کې خلک اړ کېږي چې له ناپاکو اوبو ګټه واخلي.

هغه زیاته کړه: «څو کاله کېږي چې وچکالي ده، زموږ په کلي کې اوبه کمې دي او له چینو او یا له هغو څاګانو چې تروې اوبه لري، د څښاک لپاره ترې ګټه اخلو.»

نوموړي په ماشومانو کې د نس‌‌ناستې ډېرېدو په اړه وویل: «تاسو پوهېږئ چې په دې ورځو کې هوا ګرمه شوې، ماشومان مو د سرخلاصو او ککړو چینو له اوبو ګټه اخلي، هر کور کې څو ماشومان په نس‌ناستي اخته وي، ما خپله خپل ماشومان څو ځلې ډاکټر ته بیولي.»

هغه له اسلامي امارت او اړوندو موسسو وغوښتل چې په کلي کې یې د اوبو رسولو شبکه ورته جوړه  کړي څو پاکو اوبو نږدې لاسرسی پیدا کړي.

دغه‌راز، د رازمحمد په نوم د کلي بل ۴۷ کلن اوسېدونکی هم ورته شکایت لري او وايي، په دوو وروستیو کلونو کې یې د کلیو د څاګانو اوبه وچې شوې او خلک اړ دي چې د پاکو اوبو راوړلو لپاره درې تر څلور کیلومتره لرې ولاړ شي او اوبه راوړي.

هغه زیاته کړه: «تر دوه کاله مخکې پورې مو چې د څاګانو له کومو اوبو ګټه اخیسته، که څه هم تروې وې خو لاسرسی مو ورته درلود، اوس هماغه څاګانې هم وچې شوې او موږ اړ یو له لرې ځایونو څخه اوبه راوړو یا د سیند له اوبو ګټه واخلو چې هيڅ پاکې نه دي.»

هغه چې له حکومته د یادې ستونزې د حل غوښتنه کوي وايي چې د ناپاکو اوبو د څښاک له امله د کلي ډېری ماشومان او ان مشران په بېلابېلو ميکروبي ناروغیو، په ځانګړې توګه نس‌ناستې اخته شوي دي.

د غور د ولایتي روغتون ډاکټر: هره ورځ د ناپاکو اوبو له امله پر ناروغیو اخته لسګونه کسان مراجعه ورته کوي

د غور په ولایتي روغتون کې د عمومي داخلې یو ډاکټر فضل‌الحق فرجاد پژواک ته وویل، هره ورځ په معمول ډول څه باندې ۳۰ داسې ناروغان روغتون ته مراجعه کوي چې پر نس ناستي یا د ناپاکو اوبو د څښلو له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته وي، خو په وروستیو ورځو کې د هوا د تودوخې درجې لوړېدو او چاپېریالي ککړتیا له امله دغه شمېر مخ په ډېرېدو دی او ان دوه برابره شوی دي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه په وروستیو څو کلونو کې په ځانګړې توګه سږ کال د څښاک پاکو اوبو ځینې څاګانې چې شته، اوبه یې ډېرې زیاتې کمې شوې او پاکې نه دي، څاګانې معمولاً سطحي دي او د سطحي څاګانو اوبه ناپاکې او میکروبي وي، همدغه ميکروبونه د ناروغیو لېږدېدو او شدید نس‌ناستي او زړه بدوالي لامل ګرځي.

ډاکټر فرجاد سپارښتنه وکړه، د ناروغیو د مخنیوي تر ټولو غوره او اسانه لار دا ده چې اوبه باید له څښلو مخکې جوش شي او کورنۍ که د اوبو د تصفیې امکانات نه‌لري، لږ تر لږه اوبه باید لس دقیقې جوش کړي څو خطرناک میکروبونه او باکټریاوې یې له منځه ولاړ شي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې د اوبو پاکولو لپاره کلورین هم کېدای شي اغېزناک وي.

مسوولین: د یادو ستونزو د حل لپاره هڅې کېږي

د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي محمدادریس شریعت د یاد کلي له اوسېدونکو وغوښتل څو دې ادارې ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي او دوی هڅه کوي څو د موسسو په ملاتړ یادې سیمې ته د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې جوړولو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه: «د اوبو رسولو ډېرو پروژو کارونه د موسسو له لوري ترسره کېږي او سږ کال پروژې هم کمې شوې، موږ د همدې سیمې له اوسېدونکو غوښتنه کوو څو خپلې غوښتنې موږ ته په کتبي ډول راوړي.»

هغه زیاتوي چې د کوم بنسټ او ادارې له لوري د مرستې ترلاسه کېدو په صورت کې به ژر تر ژره خپل بېړني ټیمونه سیمې ته ولېږي څو د یاد کلي د خلکو ستونزې و ارزوي او د حل لپاره یې اقدام وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.