Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې بشري اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه د انګليستان په مالي ملاتړ نوې پروژې پلې کېږي

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې او افغان‌اېډ سازمانونو اعلان کړی چې د انګلیستان په مالي ملاتړ، افغانستان کې د شاوخوا ۳۲ میلیون پونډه په ارزښت د خوړو خوندیتوب، کلیوالي معیشت ښه کولو، اقلیمي مقاومت او بشري اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه نوې پروژې پلي کېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه سازمان د انګلیستان په مالي مرسته د خوړو خوندیتوب او کلیوالې معیشتونو ښه کولو د اقلیمي او اقتصادي ناورینونو پر وړاندې د افغانانو د پیاوړتیا په موخه،  د ۱۰ میلیونه پونډه (شاوخوا ۱۳،۴ میلیونه امریکايي ډالر) په ارزښت نوې پروژه عملي کوي.

سرچینې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د کرنیزو معیشتونو د پیاوړتیا (ReAL) دا پروژه به په راتلونکو ۱۰ میاشتو کې د افغانستان د ۸ زونونو په ۱۵ ولایتونو کې له ۱۵۱ زره څخه ډېر کسانو (۲۱ زره ۵۷۲ کورنۍ)  سره مرسته وکړي.

سرچینې زیاته کړې، دا پروژه به کوچنیو بزګرانو، مالدارانو، بې‌ځمکو کارګرو، کونډو او هغو کورنیو ته لومړیتوب ورکړي چې ښځې یې سرپرستي کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي چې یاده پروژه د انګلیستان په مالي ملاتړ عملي کېږي او د دغه هېواد «په افغان ټولنو کې د کرنې او معیشتونو د پیاوړتیا او عادلانه بیا رغونې د ودي پروګرام»  (PREVALE)  یوه برخه ده.

همداراز، د «افغان ایډ» په نوم د انګلیستان یو بشردوستانه سازمان د دغه هېواد د بهرنیو چارو د مشترک‌المنافع او پراختیا دفتر سره په افغانستان کې د ۲۲ میلیونه پونډه په ارزښت د پروژې د پلې کېدو د هوکړې لاسلیک خبر ورکړی دی.

یاد سازمان نن په یوه اعلامیه کې لیکلي چې افغان‌اېډ یوه مخکښه غیردولتي موسسه ده چې په افغانستان کې د زیان‌منونکو ټولنو د ژوند ښه کولو لپاره کار کوي او ویاړې چې د انګلیستان د بهرنیو چارو د ګډو ګټو او پراختیا له دفتر سره د نوي تړون د لاسلیک اعلان کوي.

سرچینې زیاته کړې، دا درې کلنه پروژه به چې په پیل کې یې ارزښت ۲۲ ملیون پونډه دی، د افغان ایډ او د افغانستان د مقاومت ایتلاف (ARC)  او  د هغو شریکانو ته به دا توان ورکړي چې په افغانستان کې د اقلیم د زیان مننې او د خوړو د خوندیتوب پیچلي عوامل حل کړي.

دغه سازمان ویلي چې اوس وخت کې ۲۲،۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.