غزنيښار (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): د غزني ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د کورنیو تولیداتو ودې او بزګرانو ته د سوداګریزو فرصتونو برابرولو په موخه د کرنیزو محصولاتو او لبنیاتو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
یاد نندارتون چې د غزني ښار په حکیم سنایي پارک کې د هالنډ موسسې په ملاتړ جوړ شوی، په لسګونو غرفو کې د بزګرانو او مالدارانو له خوا تازه کرنیز محصولات، سیمهییز لبنیات او نور توکي نندارې ته پکې اېښودل شوي وو.
د غزني کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند قاري محمدزکریا هوتک رسنیو ته وویل چې د نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا، بزګرانو ته د سوداګریزو فرصتونو برابرول او د کروندګرو او مالدارانو ترمنځ د تجربو تبادله ده.
هغه زیاته کړه چې دوی اراده لري، په راتلونکي کې هم ورته پروګرامونه ترسره کړي څو د کورنیو تولیداتو د ودې او بازارموندنې لپاره اسانتیاوې برابرې شي.
بل لور ته، په افغانستان کې د هالنډ بنسټ مسوول فریدون قیومي چې د دې نندارتون یو له تنظیموونکو څخه دی، وایي چې د دغه ډول پروګرامونو موخه د بزګرانو او مالدارانو د پوهاوي کچه لوړول او د کورنیو تولیداتو ملاتړ دی.
نوموړي زیاته کړه چې دوی هر کال په بېلابېلو ولایتونو کې ورته نندارتونونه جوړوي.
په همدې حال کې، له بېلابېلو ولسوالیو څخه ګډون کوونکو مالدارانو د دې نندارتون پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د لا زیات ملاتړ او دایمي بازار غوښتنه یې وکړه.
د غزني ولایت د قرهباغ او خواجه عمري ولسوالیو دوو مالدارانو، وثیقالله او محمد حیدر، پژواک خبري آژانس ته وویل چې دوی یاد نندارتون ته د پلور او معرفي لپاره مستې، شیدې، ژیړ غوړي، عسل، پنیر او نور تولیدي توکي راوړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP