Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د کرنیزو محصولاتو او لبنیاتو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

غزني‌ښار (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): د غزني ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د کورنیو تولیداتو ودې او بزګرانو ته د سوداګریزو فرصتونو برابرولو په موخه د کرنیزو محصولاتو او لبنیاتو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.

یاد نندارتون چې د غزني ښار په حکیم سنایي پارک کې د هالنډ موسسې په ملاتړ جوړ شوی، په لسګونو غرفو کې د بزګرانو او مالدارانو له خوا تازه کرنیز محصولات، سیمه‌ییز لبنیات او نور توکي نندارې ته پکې اېښودل شوي وو.

د غزني کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند قاري محمدزکریا هوتک رسنیو ته وویل چې د نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا، بزګرانو ته د سوداګریزو فرصتونو برابرول او د کروندګرو او مالدارانو ترمنځ د تجربو تبادله ده.

هغه زیاته کړه چې دوی اراده لري، په راتلونکي کې هم ورته پروګرامونه ترسره کړي څو د کورنیو تولیداتو د ودې او بازارموندنې لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

بل‌ لور ته، په افغانستان کې د هالنډ بنسټ مسوول فریدون قیومي چې د دې نندارتون یو له تنظیموونکو څخه دی، وایي چې د دغه ډول پروګرامونو موخه د بزګرانو او مالدارانو د پوهاوي کچه لوړول او د کورنیو تولیداتو ملاتړ دی.

نوموړي زیاته کړه چې دوی هر کال په بېلابېلو ولایتونو کې ورته نندارتونونه جوړوي.

په همدې حال کې، له بېلابېلو ولسوالیو څخه ګډون کوونکو مالدارانو د دې نندارتون پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د لا زیات ملاتړ او دایمي بازار غوښتنه یې وکړه.

 د غزني ولایت د قره‌باغ او خواجه عمري ولسوالیو دوو مالدارانو، وثیق‌الله او محمد حیدر، پژواک خبري آژانس ته وویل چې دوی یاد نندارتون ته د پلور او معرفي لپاره مستې، شیدې، ژیړ غوړي، عسل، پنیر او نور تولیدي توکي راوړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.