ژبه

په سویس کې د سکي په یوه ښار کې د چاودنې له امله لس کسان وژل شوي

د سویس د سکي په یوه تفریحي ښار کې د چاودنې او اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دا چاودنه د میلادي نوي کال په شپه په یوه ګڼه‌ګوڼه لرونکي بار کې شوې؛ هغه ځای چې یو شمېر خلک د نوي کال د پیل د لمانځنې لپاره راټول شوي وو.

د راپور له مخې، تر چاودنې وروسته په سیمه کې پراخه اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.

په راپور کې له نورو جزییاتو پرته ویل شوي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

ځايي چارواکو ویلي، د دې پېښې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.