کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وایي، د دغه وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هېواد په ګمرکونو کي د اورلګېدني د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په موخه د څه باندي دوه میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د اور وژنې اته وسایط وپېرل.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د اوروژني دغه وسایط په تېر ۲۰۲۵ کال کې تولید شوي او هره عراده د زره لېتره اوبو ځایولو ظرفیت لري.
سرچینه زیاتوي، دغه پېرل شوي وسایط به د حیرتان، اقینې، ننګرهار، هرات، فراه، نیمروز او کندهار ګمرکونو ته ورکړل شي.
خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژه د افغانستان اسلامي امارت او ازبکستان هېواد ترمنځ د (G2G) یا دولت په دولت په ډول قرارداد شوې وه او لګښت یې چې د دوه میلیونه او ۳۶ زره امریکایي ډالر کېږي، د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې ورکړل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP