کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چمتو دي چې د پنجشېر له سینده کابل ښار ته د اوبو د لېږد پروژې او دغه راز نورو برخو کې پانګونه وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر اخند نن په ارګ کې د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ له وزیر اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکو سره وکتل.
خبرپاڼه کاږي چې د دې لیدنې پر مهال دواړو لورو د اقتصادي همکاریو او ګډې سوداګرۍ زیاتولو په اړه خبرې وکړې.
ملا برادر ویلي، اسلامي امارت د روسیې فدراسیون له ټولو جمهوریتونو سره پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړي او په دې اړه یې د کازان په ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم کې ګټور مجلسونه درلودل.
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې او له خپل لوري د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي.
د ده په خبره، د تاتارستان جمهوریت کولای شي له دغه فرصته په استفادې په افغانستان کې د سړکونو، تونلونو، اوبو رسولو شبکو، بندونو او کورونو جوړولو، کیمیاوي صنعت او دغهراز د پنجشېر له سینده کابل ښار ته د اوبو د انتقال پروژه کې پانګونه وکړي.
اقتصادي معاونیت لیکلي، ملا عبدالغني برادر د کابل او کازان ترمنځ د ګډې سوداګرۍ ډېرېدو لپاره تاتارستان ته د افغاني صادراتو پر زیاتوالي او دغهراز له دغه هېواده د باکیفیته خوراکي توکو، درملو او تخنیکي وسایلو پر وارداتو او د دواړو لورو د اړوندو وزارتونو او ادارو پر ګډ کار ټینګار وکړ.
د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکو ویلي، د روسیې فدراسیون له لوري د اسلامي امارت له په رسمیت پېژندنې سره د تاتارستان او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د تعامل لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
هغه زیاته کړه، چمتو دي چې د پنجشېر له سینده کابل ښار ته د اوبو د انتقال پروژې او دغهراز نورو برخو کې پانګونه وکړي.
د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې، له ده سره په دغه سفر کې د صنعتي شرکتونو یو شمېر مسوولین هم راغلي او لېوال دي چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري پيل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP