Language

پروان کې د وسلو او مهماتو زېرمه کشف او ضبط شوه

چاریکار (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ په لولنج سیمه کې ۱۵ میله بېلابېل ‌ډول وسلې او یوه اندازه مهمات کشف او ضبط شوي او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.

د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو وسلو کې یوه پیکا، یوه دهشکه، یو کرینکوف، څلور کلاشینکوفونه، یو کله‌کوف، یو اېم‌فور، یو اېم‌۴۰، یو اېم۴۹، درې تومانچې او  یو نارنجک‌ویشتونکی شامل دي.

سرچینې زیاته کړې چې په ترلاسه شوو توکو کې ۱۶ لاسي بمونه، سلګونه د بېلابېلو وسلو مرمۍ، ۵۰ د ماینونو پټاکۍ، درې سولر، پروجکټورونه او ځیني نور توکي شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې تړاو یو کس نیول شوی او دغه وسلې او مهمات د پروان امنیې قوماندانۍ ته لېږدول شوي دي.