Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړۍوال سازمان له استازي سره د افغان کډوالو پر ملاتړ خبرې کړې

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د کډوالو نړۍوال سازمان له پلاوي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د جبري راایستنې مخنیوي او هغوی ته د دایمي سرپناوو په جوړېدو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړۍوال سازمان د دفتر له رییس محمد عبدیکر او مل پلاوي سره وکتل.

سرچینه زیاتوي، په یاده ليدنه کې – چې له محمد عبدیکر سره، د اسیا لپاره د کډوالو نړۍوال سازمان سیمه‌يیز مسوول ایوري کاتو او د افغانستان لپاره د یاد سازمان مشرې میهیونګ پارک هم حضور درلود – د افغان کډوالو د ملاتړ او په راتلونکي کې پر لا ډېرو همکاریو په اړه خبرې وشوې.

مولوي عبدالکبیر په یاده لیدنه کې د افغان کډوالو د جبري راایستنې، د هغوی د پانګو او توکو له ضایع کېدو د مخنیوي غوښتنه کړې او ویلي یې دي، تر هغه چې افغانان پر خپلو پښو درېږي، نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه د کډوالو لپاره د دایمي سرپناوو جوړولو برخه کې د نړۍوالو د مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د راروان ژمي په رارسېدو سره به د راستنو شوو ستونزې ډېرې شي.

محمد عبدیکرهم ویلي چې کابل ته یې د سفر موخه د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د حل‌لارو موندل او د لا ډېرو مالي سرچینو جلبول دي.

هغه ویلي، د کډوالو نړۍوال سازمان له نورو ادارو سره په همغږۍ او ګډ‌ کار سره د راستنو شوو افغانانو ستونزو ته رسېدنه کوي او په دې برخه کې یې د اسلام امارت کړنې اغېزناکې بللې دي.

محمد عبدیکر هرات ته خپل وروستي سفر ته په اشاره ویلي چې د افغان راستنېدونکو او بېځایه شوو کورنیو د ستونزو هواري په موخه به کره معلومات د ملګرو ملتونو له مسوولینو او مالي ملاتړکوونکو سره شریک کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.