Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او تاتارستان خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۱۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت په نفتي او ساختماني برخو کې سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو غړو ترمنځ ناستې ترسره شوې.

سرچینې زیاته کړې چې د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یادې ناستې موخه د افغانستان او تاتارستان خصوصي سکټورونو د تعامل ارزښت ته جدي پاملرنه وبلله او د تاتارستان له خصوصي سکټور یې وغوښتل چې د افغانستان د کانونو، کرنې او طبي بوټو برخو کې پانګونه وکړي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه‌راز د تاتارستان لومړي وزیر او د صنعت او سوداګرۍ وزیر په بېلابېلو برخو او ملکي او نظامي سکټورونو کې د خپل هېواد د محصولاتو او تولیداتو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي ته بلنه ورکړه چې د نفتو په نندارتون کې چې د اګسټ په ۲۶مه په تاتارستان کې جوړېږي، ګډون وکړي.

هغه د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي رییس ته بلنه ورکړه چې د تاتارستان له سوداګرۍ خونې لیدنه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي، د سوداګریزو ناستو پایله چې د افغانستان او تاتارستان خصوصي سکټور غړو ترمنځ د خوراکي توکو، د چورلکو د تولید، د اوبو مدیریت، نفت او ګاز، د برېښنايي وسایلو، د مینځونکو او ساختماني توکو د تولید او د اوسپنې ویلي کولو برخو کې ترسره شوې، د ۱۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت د نفت او ساختماني سکټورونو برخو کې سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.