کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۴): اسلامي امارت د غزې د بشپړ کنټرول په اړه د اسرائیل پرېکړه غندلې او له موثرو لورو یې غوښتي چې په دې اړه خپل قانوني او اخلاقي مسوولیت ادا کړي او اجازه ورنه کړي چې په غزه کې بشري کړکېچ لا پراخ شي.
د اسرائیل سیاسي – امنیتي کابینې نن د جمعې سهار د غزې ښار د بشپړ کنټرول لپاره یوه طرحه تصویب کړې او د نتانیاهو دفتر په یوه بیانیه کې ویلي چې د اسرائیل پوځ د غزې ښار د کنټرول لپاره چمتووالی نیسي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «بهرنیو چارو وزارت د اشغالګر اسرائیلي رژیم له لوري د غزې ټولې سیمې د نیولو پرېکړه پر سختو ټکو غندي او دا یوه خطرناکه او د اندېښنې وړ پرېکړه بولي چې د جګړې د غځېدا او پراختیا لامل به شي او د فلسطیني ولس بشري کړکېچ به لا زیات کړي.»
بهرنیو چارو وزارت پر نړۍوالو موثر لورو، په ځانګړې توګه د سیمې پر اغېزناکو هېوادونو غږ کړی چې په دې اړه خپل قانوني او اخلاقي مسوولیت ادا کړي او اجازه ور نه کړي چې په غزه کې وار د مخه بشري کړکېچ لا پراخ او خونړی شي.
بلخي دغه راز زیاته کړې، چې په غزه کې باید ژر تر ژره د اوربند او بشري مرستو د داخلېدو لپاره زمینه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP