Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د اوړو بیه ټیټه شوې

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د قزاقي اوړو بیه ټیټه خو د سرو‌زرو بیه لوړه شوې ده.

کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اړو بیه له ۱۴۵۰ څخه ۱۴۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د هغه په وینا، د اوړو د وارداتو ډېروالی او د تقاضا کموالی د د هغو د بیې ټیټېدو لامل شوی دی.

خو هغه وویل چې نن هم لکه د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۴۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام تور افریقایي چای بیه ۳۸۰ افغانۍ او د یوه کیلو شین اندونیزیایي چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.

نفتي توکي

کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن په کابل کې د تېرو اوو ورځو په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۶۷ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه ۶۵ افغانۍ ده.

دغه‌راز، د کابل ښار په دهن‌باغ کې یو هټۍوال محمدجان امین وايي چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د  یو کیلو اوبلن ګاز بیه ۵۰ افغانۍ ده.

د سروزرو بیې

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمد‌فواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر له ۵۹۵۰ افغانۍ څخه ۶۰۰۰ افغانیو ته او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر له ۴۷۰۰ څخه ۴۷۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سرو‌زرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو‌زرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره اړیکه لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر پېر بیه ۶۸ اعشاریه ۲۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې چې د روان کال د زمري په ۱۱مه د یوه ډالر د اخیستو بیه ۶۸ اعشاریه ۸۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانۍ تبادله کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.