Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په وروستۍ یوه اونۍ کې د هېواد اوسپنې پټلیو له لارې څه باندې ۱۰۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وايي چې د وروستۍ یوې اونۍ په اوږدو کې د هېواد اوسپنې پتلیو له لارې ۱۰۳ زره او ۲۶۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن (دوشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاده اندازه انتقالات د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري له ۱۰مې تر ۱۶مې نېټې پورې ترسره شوي دي.

هغه زیاته کړې، له دې ډلې ۶۸ زره او ۲۷ ټنه انتقالات د حیرتان بندر، ۶ زره او ۲۴۹ ټنه د اقینې بندر، ۱۶ زره او ۵۳۷ ټنه د تورغونډۍ او ۱۲ زره او ۲۵۰ ټنه د خواف – هرات اوسپنې پټلیو له لارې شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دغو انتقالاتو څخه ۵۹۷ ټنه د هېواد صادرات دي چې وچه مېوه او د انارو جوس په‌کې شامل دي.

د هغه په وینا، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو او صادراتو کچه لوړېږي، هغومره د کارموندنې فرصتونه ډېرېږي، ملي عواید زیاتېږي او د اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره لار پرانیستل کېږي.

د ټولګټو وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې، دغه وزارت هڅه کوي چې د انتقالاتو لپاره مناسب شرایط او د سوداګرو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.