نیلي (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۴): د دایکنډي په لرو پرتو سیمو کې چې انټرنېټي خدمتونه او ښوونیز امکانات محدود دي، یو شمېر نجونو او ښځو د بېلابېلو ښوونیزو اپلېکېشنونو په کارونې سره تازه او نوي مهارتونه زده کړي او د خپل علمي او مسلکي پرمختګ لپاره یې نوې لارې پرانیستې دي.
دایکنډي یو غزنیز ولایت دی چې اوسېدونکي یې له ځینو اسانتیاوو او لومړنیو امکاناتو بېبرخې دي؛ خو د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره ځیني دغه خنډونه له منځه تللي او د هیلو نوې پاڼې یې پرانیستې دي.
نیلي ښار او د یاد ولایت په ځینو ولسوالیو کې یو شمېر نجونو له ټکنالوجۍ په ګټه اخیستو بېلابېل مهارتونه زده کړي او خپلې وړتیاوې یې لوړې کړې دي.
له اپلېکېشنونو زدهکړه؛ د بریالیتوب کیسې
دایکنډي کې یوې نجلۍ رحیمې هاشمي د پژواک خبري اژانس خبریالې ته وویل چې د مهارتونو زده کولو لپاره له بېلابېلو اپلېکېشنونو استفاده کوي او دغه کار د دې لامل شوی چې ډېر مسایل زده کړي.
هغه زیاتوي چې اوسمهال د الماني او انګلیسي ژبو زده کولو لپاره له «دولینګو» اپلېکېشنه ګټه اخلي او دغهراز د کورسرا له اپلېکېشنه د لنډمهاله کورسونو تعقیبولو لپاره استفاده کوي او اوس دوه کورسونه د پروژې مدیریت او د ټولنیزو شبکو مدیریت لولي.
رحیمه څرګندوي چې له یادو پروګرامونو په استفادې توانېدلې ځیني مهارتونه په بشپړه توګه او ځیني نور تر ډېرې اندازې زده کړي.
هغه چې د یادو مهارتونو پر زده کولو توانېدلې، اوس د یوه بنسټ له لوري د څو میاشتو لپاره د ټرينرې په توګه له ټکنالوجۍ د استفادې په اړه په انلاین ډول یو شمېر نجونو ته تدریس کوي، وايي چې حضوري زدهکړو ته د نه لاسرسي له امله اوس د پرمختګ او ودې یوازېنۍ لار له دغو پرواګرامونه ګټه اخیستل دي څو وکولای شي خپل مهارتونه ډېر کړي.
هغه زیاتوي چې د ورځې خپل څه باندې څلور ساعته وخت د یادو پروګرامونو له لارې زدهکړې ته ځانګړی کوي.
رحیمه هاشمي څرګندوي چې اوسمهال د ژبې او نورو ابتدايي او عالي مهارتونو زده کولو لپاره انلاین ښوونیز مرکزونه شته او نجونې کولای شي په وړیا ډول او یا په ډېر کم لګښت له هغو استفاده وکړي.
نوموړې چې ویل یې، نجونې کولای شي د طب، سوداګرۍ، «ډجیټل مارکټینګ»، «ډجیټل مډیا» او ژبې زده کولو برخو کې ټول مهارتونه د یادو پروګرامونو له لارې زده کړي، زیاته یې کړه: «له نورو نجونو مې غوښتنه دا ده چې له دغه کوچني فرصته ګټه واخلي.»
اپلېکېشنونه؛ نوی فرصت په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو ته
د دایکنډي د یوې خصوصي رسنۍ خبریاله فرزانه فرهمند چې د راډیویي خپرونو پر تولید بوخته ده وايي چې د رسنۍ برخه کې یې خپل ډېر مهارتونه د بېلابېلو اپلېکېشنونو له لارې زده کړي دي.
هغې زیاته کړه: «خپل ډېر مهارتونه مې له بېلابېلو کانالونو زده کړي، له یوټیوب، مصنوعي ځیرکتیا او نور پروګرامونه استفاده کوم؛ ځکه د خبریالۍ کار کوم، د دغو اپلېکېشنونو له لارې مې د غږ، انځور او ویډیو ایډېټ زده کړ او اوس کولای شم په اسانۍ خپل کارونه ترسره کړم؛ په داسې حال کې چې په لومړیو کې مې دغه مهارتونه زده نه وو.»
هغه وايي چې د خپلې فکري ودې او ظرفیت لوړولو لپاره د ورځې لږ تر لږه درې ساعته د یادو پروګرامونو له لارې زدهکړې ته ځانګړي کوي.
فرزانې څرګنده کړه: «دغه پروګرامونه ډېر ښه او عالي دي؛ ځکه موږ ته تازه، ګټور او د اړتیا وړ معلومات راکوي او هر هغه معلومات چې زموږ په کار کې ورته اړتیا وي، پهکې پیدا کېږي.»
نوموړې زیاتوي، که هره برنامه په سمه توګه وکارول شي، ډېرې ګټې لري خو دا چې د یوټیوب او مصنوعي ځیرکتیا پروګرامونو کارونه پرته له ډېر وخت ضایع کېدو موږ ته اړین او بنسټیز معلومات برابروي، یو غوره انتخاب دی.
فرزانه باور لري چې که څه هم دغه پروګرامونه د حضوري زدهکړو ځای نه شي نیولی خو د زدهکړې او روزنې لپاره یو مناسب بدیل ګڼل کېدای شي.
هغې وویل: «له نورو نجونو مې غوښتنه دا ده چې په اوسنیو شرایطو کې له شته امکاناتو ګټه واخلي؛ لکه یوټیوب او مصنوعي ځیرکتیا چې د معلوماتو ډېرې غوره سرچینې دي، ترې استفاده وکړو، مهارتونه زده کړو او انلاین ټولګیو کې برخه واخلو.»
د روغتیا برخه کې د اپلېکېشنونو کارونه
ورته مهال، دایکنډي کې یو شمېر ښځې او نجونې وايي چې د ځینو اپلېکېشنونو په کارولو سره یې د اړتیا وړ معلومات، په ځانګړي ډول د ځینو ناروغیو د درملنې او مخنیوي لارې چارې زده کړې دي.
د دایکنډي یوې اوسېدونکې فاطمې په دې اړه وویل، په دې وروستیو د مصنوعي ځیرکتیا اپلېکېشن (ChatGPT) کاروي او توانېدلې چې خپل معلومات، په ځانګړې توګه د طبابت برخه کې زیات کړي.
هغې زیاته کړه: «کله به چې زما ماشومان ناروغه کېدل، ډاکټر ته به مې وړل یا به مې ټیلېفون کاوه او مشوره به مې اخیسته خو سمه به نه پوهېدم، څه موده کېږي چې د مصنوعي ځیرکتیا پروګرام کاروم، د ناروغۍ نښې نښانې لیکم، سمدلاسه ډېر څرګند معلومات راکوي، د درملنې لارې چارې یې راښیي او هماغه عملي کوم، بېخي د ځان لپاره ډاکټره شوې یم.»
هغې زیاته کړه، د دغه پروګرام د لارښوونو په مرسته یې د ځان او خپلې کورنۍ کوچنیو ناروغیو وقایه او درملنه کړې ده.
نوموړې څرګنده کړه: «که هر څوک وکولای شي چې له ټکنالوجۍ لږ تر لږه هم ګټه واخلي چې د روغتیا او ژوند اړوند مسایل په سمه توګه درک کړي، نو ډېره ګټه به یې کړې وي؛ زه له ټولو کورنیو او له با سواده ميندو غوښتنه کوم چې که له دې تګلارې ګټه پورته کړي، د کوچنیو ناروغیو لپاره به ډېره اړتیا نه وي چې ډاکټر ته ولاړ شي؛ خپله دې د ځان ډاکټر و اوسي.»
انټرنېټي ستونزې او د اپلېکېشنونو د ناسمې کارونې پایلې
د دایکنډي یوه ټولنیزه فعاله انسیه نجفي وايي، دا چې نجونې د معلوماتو سرچینو ته محدود لاسرسی لري، د اپلېکېشنونو کارونه ډېره ګټوره ده او مهارتونه یې لوړولای شي.
هغې زیاته کړه، که څه هم دغه اپلېکېشنونه د حضوري زدهکړو ځای نه شي نیولی خو د نجونو او ښځو د مهارت زدهکړې لپاره یو ډېر ښه بدیل ګڼل کېږي او نجونې باید په اوسنیو شرایطو کې په بېلابېلو مهارتونو زده کولو کې انلاین کورسونو او نورو پروګرامونو کې ګډون وکړي، خو یوازېنی مشکل دا دی چې په دایکنډي کې د انټرنېټ خدمات ډېر کمزوري دي.
هغې وویل: «په دایکنډي کې پرته له نیلي ښار او د میرامور او شهرستان ولسوالیو له ځینو سیمو څخه، د نورو سیمو خلک انټرنېټ ته لاسرسی نه لري او له ساده انتنونو هم استفاده نه شي کولای. که انټرنېټ ښه وي، نجونې له اپلېکېشنونو ډېره ښه استفاده کولای شي.»
ورته مهال، د دایکنډي د ټکنالوجۍ برخې یو شمېر پوهان وايي چې د بېلابېلو پلټفارمونو کارونه پرته له ګټو زیانونه هم لري.
دایکنډي کې د یادې برخې یوه کارپوه قدرتالله موسوي وویل، انټرنېټي اپلېکېشنونه د نجونو لپاره ښې ګټې لري او کاروونکي یې د تفریح ترڅنګ توانېدلي چې ګټور پروګرامونه هم زده کړي خو له دې اپلېکېشنونو د زیاتې استفادې زیانونه هم شته چې ډېری کاروونکي ورته نه متوجه کېږي.
هغه زیاته کړه: «هر څه چې په نړۍ کې موجود دي، ګټه او تاوان لري، له بده مرغه د خلکو ترمنځ له اپلېکېشنونو د سمې استفادې فرهنګ نشته، خپل ډېری وخت په لوبو او د بېګټې بیغامونو په تبادله کولو تېروي، بلخوا د انټرنېټ بیه هم ډېره لوړه ده او د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو، ډېر ګران دی.»
هغه وویل، له دغو پروګرامونو زیاته استفاده کېدای شي یو کس معتاد کړي؛ په داسې ډول چې ونهشي کړای بې له هغه یوه شېبه هم تېره کړي او د ارزونو له مخې، د انټرنېټ ډېر کارول د خپګان لامل ګرځي او سترګو او ملا ته زیان رسوي.
هغه کارپوه دغه راز وویل، که له ټولنیزو پلټفارمونو سمه استفاده نه کېږي او د نجونو له لپاره د مزاحمت لامل ګرځي چې د دې موضوع اصلي قربانیان هم نجونې دي.
په دې سربېره، موسوي وايي چې په دایکنډي کې انټرنېټي خدمات ډېر محدود دي او ډېری خلک ورته لاسرسی نه لري څو وکولای شي له ټولنیزو کاریالونو استفاده وکړي.
هغه زیاته کړه: «په ځینو ولسوالیو کې، د انټرنېټ کلمه خلکو ته نا اشنا ده، په ځینو ځایونو کې انټرنېټ شته خو ډېر کمزوری دی، یوازې د ساده پیغام استولو لپاره کار کوي او له نورو پروګرامونو استفاده امکان نه لري. د برق ستونزه هم جدي ده، ډېری خلک د مبایل او کمپیوټر چارجولو لپاره برېښنا ته لاسرسی نهلري چې دا موضوعات د انټرنېټي اپلېکېشنونو کارولو پر وړاندې جدي خنډونه دي.»
دایکنډي کې مخابراتي او انټرنېټي ستونزو ته د رسېدو لپاره حکومت کومې برنامې لري؟
دایکنډي کې مسوولین هم تاییدوي چې په دغه ولایت کې انټرنېټي خدمات محدود دي او د ځینو سیمو اوسېدونکي ورته لاسرسی نهلري.
په دایکنډي د اترا ادارې استازي سید عبدالغني علوي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې پنځه مخابراتي شبکې فعالې دي، خو یوازې دوه خصوي شبکې د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې د انټرنېټ ۴جي خدمات وړاندې کوي.
د هغه په وینا، د دایکنډي د مرکز په ګډون، یوازې په میرامور، شهرستان، اشترلي او پاتو ولسوالیو کې انټرنېټي خدمات فعال دي، خو د خدیر په ګډون په سنګتخت او بندر او کجران ولسوالیو کې په دې برخه کې جدي ستونزې شته.
علوي زیاته کړه: «په کلیو کې په عمده ډول ۲جي خدمات فعال دي او په ځینو سیمو کې انټرنېټ هیڅ کار نه کوي. هڅې روانې دي څو خدمات مایکروویف سیسټم ته بدل او له هغه وروسته ۳جې شي.»
هغه څرګنده کړه چې په ټول دایکنډي کې د انټرنېټي خدماتو ښه کولو لپاره له مخابراتي شرکتونو سره پرلهپسې خبرې شوې څو د خپلو خدماتو پر ښه کولو کار وکړي.
دغه راز، هغه زیاته کړه چې اوس هم په دغه ولایت کې پر څو مخابراتي سایټونو کار روان دی چې ټاکل شوې خدمات یې ۳جې ته لوړ شي.
په همدې حال کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي په دایکنډي کې د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو په اړه وویل چې د دغه وزارت «اترا» ادارې په ټول هېواد کې د خدماتو پراخولو لپاره په ځینو ولایتونو کې د نوو مخابراتي سایټونو جوړول پیل کړي چې د ځينو کارونه بشپړ شوي او د ځینو نورو کارونه روان دي.
هغه دغه راز وویل چې په دایکنډي د ۱۲ نوو مخابراتي سایټونو جوړول په پلان کې لري چې په جوړولو سره به یې د دایکنډي د خلکو مخابراتي او انټرنېټي ستونزې یو څه هوارې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP