Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا مشرتابه: وزیران او کابینه دې نور د سرپرست کلمه نه استعمالوي

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۴): د ا.ا مشرتابه د زمري ۲۴مې په مناسبت پیغام کې ویلي، افغانستان اوس مهال د یوه شرعي نظام خاوند دی او له ټولو چارواکو یې غوښتي چې ‎د خلکو د سوکالۍ او ارامۍ لپاره کوښښ وکړي او نور دې وزیران او کابینه د سرپرست کلمه نه استعمالوي.

اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه بیا واک ترلاسه کړ؛ دغه ورځ هر کال د هېواد په مرکز او ولایتونو کې نمانځل کېږي.

د اسلامي امارت مشرتابه د همدې ورځې په مناسبت په یوه خپور شوي پیغام کې ویلي: «د عظیمې فتحې او د امریکا او د هغوی د متحدینو له اشغال څخه د افغانستان د فتحې څلورم کال پوره شو او په افغانستان کې د سپېڅلي شرعي نظام د راوستلو لپاره افغانانو تقريباً له پنځوسو کلونو څخه خورا ډېر ډېر تکالیف وزغمل او ډېرې زیاتې قربانۍ یې ورکړې. افغانستان د اشغال له ختمېدو وروسته د یوه سپېڅلي شرعي نظام خاوند شو.»

هغه ویلي، اوس‌مهال په افغانستان کې سراسري امن راغلی او د شرعي قوانینو په رڼا کې له فساد، ظلم، غصب، مخدره موادو، غلا، چور او تالان څخه وژغورل شول، د افغانستان د ابادۍ او بیارغېدو لپاره ښه زمینه مساعده شوه او افغانان ‎له ژبني، قومي، سمتي، ګوندي او نورو اختلافاتو څخه نجات پیدا کړ.

ده ویلي: «دا لوی الهي انعامات دي چې باید زموږ خلک یې هېر نه کړي او د فتحې ورځې د یادونې پر مهال دې د الله تعالی ډېر شکر ادا کړي، تر څو دا نعمتونه نور هم زیات شي او که خدای مه کړه د نعمتونو شکر ادا نه کړو، ناشكري يې وکړو، بیا به د الله جلّ جلاله پر سختو عذابونو مبتلا شو.»

د اسلامي امارت مشر دغه راز ویلي: «ټولو مسوولینو ته مو جدي هدایت دی چې د خپل شرعي نظام او مسلمانانو په خدمت کې واوسي او د خلکو د سوکالۍ او ارامۍ لپاره کوښښ وکړي او د اسلامي امارت ټول وزیران او کابینه دې د سرپرست کلمه نه استعمالوي.»

ده دغه راز د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتي چې ‎ د یتیمانو پالنې او ساتنې ته پام وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.